د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ښار کې پټې څارګرې امنیتي کمرې لګول کیږي ـ صالح


لومړي ځل د کابل ښار د امنیت لپاره په ۲۰۰۸ کال کې څارګرې امنیتي کمرې لګول شوې وې
لومړي ځل د کابل ښار د امنیت لپاره په ۲۰۰۸ کال کې څارګرې امنیتي کمرې لګول شوې وې

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، کابل ښار کې به «پر مختللي پټي څارګرې امنیتي» کمرې ولګول شي.

نوموړي نن چهارشنبه جنورۍ ۶ (مرغومې ۱۷) د کابل ښار د امنیت په اړه د شپږ نیمو بجو راپور کې ویلي چې پر یادو کمرو سل میلیون امریکايي ډالر لګښت راځي چې په وینا یې د قاطع ملاتړ ماموریت لخوا به ورکړل شي.

هغه زیاته کړې: "پر تروریست او غله ساحه تنګیږي نه پراخیږي."

د لومړي ځل لپاره د کابل ښار د امنیت لپاره په ۲۰۰۸ کال کې د یاد ښار په بېلابېلو سیمو کې پټي څارګرې امنیتي کمرې ولګول شوې.

اوس مهال یوازې د کابل ښار په مهمو دولتي ارګانونو یا بهرنیو او یا کورنیو موسساتو په شااوخوا کې پټې امنیتي کمرې لګول شوي، خو د یاد ښار ګڼ شمېر نورې سیمې له یادو کمرو څخه بې برخې دي.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال پر داسې مهال په کابل ښار کې د پټو څارګرو امنیتي کمرو د لګول کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د چسپکي ماین چاودنو ترڅنګ، هدفي وژنې او غلاوې هم زیاتې شوي دي.

وروستي امنیتي وضعیت خلک اندېښمن کړي او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې غږ کړی چې تاوتریخوالی راکم کړي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې زیاتې کړي.

XS
SM
MD
LG