د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې جګړه شوې ده


چارواکي وایي د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ مخالفو وسله والو تیره ورځ پراخه ډله ایز بریدونه کړي دي
چارواکي وایي د پکتیا ولایت د ډنډ پټان په ولسوالۍ مخالفو وسله والو تیره ورځ پراخه ډله ایز بریدونه کړي دي

امنيتي چارواکي وايي، چې د پکتيا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې په هغه نظامي قرارګاه کې د مېشتو سرحدي پوليسو په اړه لا هم معلومات نلري، چې پرون ورځ وسله والو طالبانو نيولې ده.

ولايتي چارواکي وايي، شاوخوا زرو طالب وسله والو پرون سهار وختي د ډنډپټان ولسوالۍ د مقبلو سرحدي سيمه کې پر دوو امنيتي پوستو او يوې نظامي قرارګاه له څلورو خواوو بريدونه پيل کړل.

د پکتيا د امنيت امر مل پاسوال محمدزمان امريکاغږ ته وويل، چې سيمې ته مرستندويه ځواکونه رسيدلي او جګړه اوس هم روانه ده، خو زياتوي، چې د قرارګاه او د پوستو له پوليسو سره هيڅ ډول تماس نه لري.

نوموړي ادعا وکړه، چې له طالب جنګياليو سره د پاکستان د استخباراتو له لوري په دندو ګمارل شوي بې شمېره بهرني وسله وال هم په دغه جګړه کې ګډون لري.

د امنيت امر محمدزمان د پوليسو د وروستيو تلفاتو په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې تر دېرشو زيات طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

په عين حال کې په ګردېز کې د ٢٠٢ سرحدي زون قوماندان مل پاسوال عبدالبصير خپلواک ځينو رسنيو ته ويلي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې شپږ سرحدي پوليس وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

هغه زياته کړې، چې سرحدي پوليسو له ځينو امنيتي پوستو څخه په تاکتيکي ډول شا تګ کړی او سيمه يې وسله والو طالبانو ته پرېيښې ده.

بل طرف د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل امريکاغږ ته وويل، ځينې معلومات يې ترلاسه کړي، چې دوې امنيتي پوستې او يوه لويه پوځي اډه طالبانو نيولې او د پوليسو مړی او ژوندی ندی معلوم.

تاج محمد منګل زياته کړه، چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پشو سيمې په نوم د سرحدي پوليسو يوه بله قرارګاه هم تخليه شوې او افغان سرتېرو د طالبانو د بريدونو له امله تاکتيکي شا تګ کړی دی.

منګل هم وويل، چې له افغان طالبانو سره يو ځای بهرني جنګيالي هم د ډنډپټان په ياده شوې جګړه کې برخه لري او په قرارګاه کې رينجر موټر، ټانکونه، درنه او سپکه وسله طالبانو ته په لاس ورغلي دي.

تېره ورځ د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خبريالانو ته ويلي، چې طالبانو د ډنډ پټان ولسوالۍ د مقبلو په سيمه کې د سرحدي پوليس يوه قرارګاه او ٧ امنيتي پوستې له ټولو وسايلو او وسايطو سره نيولې دي.

هغه ادعا کړې وه، چې په پرونۍ جګړه کې اتلس پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي او دغه راز دوه نور طالبانو له ځانه سره ژوندي بيولي دي.

د ډنډپټان ولسوالۍ د مقبلو سيمه ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده، چې د کورمې ايجنسۍ د ترې منګل له سيمې سره ګډه پوله لري او د طالبانو د راټولېدو د يوه مرکز په سترګه ورته کتل کېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG