د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ټاکنو په ورځ په دوو پېښو کې لږترلږه ۷ امنیت ساتونکي وژل شوي


په زرګونو وسله وال ځواکونه په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت نیولو دپاره ګومارل شوي دي.
په زرګونو وسله وال ځواکونه په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت نیولو دپاره ګومارل شوي دي.

پاکستاني امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) وویل چې ددغه هېواد په بلوچستان او خیبر پښتونخو ایالتونو کې په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه اووه امنیت ساتونکي وژل شوي او له لسو زیات زخمیان دي.

دا پېښې په داسې حال کې شوي چې په دغه هېواد کې عمومي ټاکنې دوام لري.

امنیتي چارواکي وايي، د بلوچستان په لجه ښارګوټي کې د رای ورکولو د یو مرکز د باندې په بمي چاودنه کې دوه امنیتي افسران وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

ددې ایالت د لیویز ملیشو یو چارواکي رسنیو ته په لیږل شوي پیغام کې ویلي: "په لجه ښارګوټي کې یوه چاودنه شوې چې له امله یې زموږ دوه تنه شهیدان شوي او نهه نور ټپیان شوي دي."

بل خوا د خیبر پښتونخوا د پولیسو چارواکي شاهد اسلام ویلي، د دیره اسماعیل خان په کلاچي کې د پولیسو پر ګزمه په وسله وال برید کې "څلور پولیس افسران او د سرحدي ملېشو یو غړی وژل شوي او درې پولیس ژوبل دي."

له دې یوه ورځ وړاندې د بلوچستان په پشین او قلعه سیف الله ښارونو کې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شوي وو.

په پاکستان کې چې ۱۲۸ میلیون د رایې ورکولو وړ نفوس لري، کتونکي وايي، د پخواني صدراعظم عمران خان د زنداني کېدو او په ټاکنو کې د هغه د ګوند تحریک انصاف د څنډې ته کېدو له امله د پنجشنبې د ورځې په ټاکنو کې د خلکو ګډون پیکه دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG