د لاس رسي وړ اتصالات

تخار په خواجه غار کې ١٧ افغان سرتیري وژل شوي


طالبانو تیره شپه د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن په سیمه کې د افغان ځواکونو په مرکزونو بریدونه کړي دي.
طالبانو تیره شپه د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن په سیمه کې د افغان ځواکونو په مرکزونو بریدونه کړي دي.

د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د پل مومن او ګورتپې پر پوستو تیره شپه وسله والو طالبانو برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱۷ تنه افغان سرتیري او محلي پولیس وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خواجه غار ولسوال مولوي محمد عمر امریکاغږ اشنا ته وویل چې تیره شپه طالبانو ددغې ولسوالۍ د پل مومن او ګورتپې په سیمه کې د ملي اردو او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې د محلي پولیسو د دوه قوماندانانو محمد حسین او ګل محمد په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

هغه وايي چې د طالبانو په دغه برید کې د ملي اردو ۷ تنه سرتیري وژل شوي او ۴ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

د خواجه غار ولسوال زیاته کړه چې طالبانو له مختلفو ولایتونو څخه تقریبا ۱۰۰ تنه وسله وال راټول کړي وو او پر دغو دوه پوستو یې بریدونه کړي.

مولوي محمد عمر وویل چې په دغو وسله والو کې د طالبانو د سرې قطعې وسله وال هم وو چې په مجهزو وسلو سنبال دي.

یوه میاشت وړاندې د تخار د ملي پولیسو له خوا د درقد په ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه شوي وو چې په نتیجه کې یې د طالبانو له خوا جوړ شوی ښارګوټی او د ښار ګوټي په بازار کې په سلګونو جوړ شوي دوکانونه ویجاړ شول.

د ذبیح الله مجاهد په نامه یو تن چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي رسنیو ته یې د ټلیفوني پیغام په ترڅ کې ویلي چې ددوي طرفدارو د تخار د خواجه غار په ولسوالۍ کې د محلي پولیسو او ملي اردو پر پوستو په برید کې ۲۹ تنه افغان سرتیري وژلي دي.

پیغام کې دا هم ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې د محلي پولیسو ۴ تنه قوماندانان هم شامل دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG