د لاس رسي وړ اتصالات

کانګو کې فعالانې پر ښځو د جنسي تېریو د مخنیوي هڅې کوي


د کانګو جمهوریت په ختیځ کې د ښځو د حقونو مبارزینې هڅه کوي چې د کډوالو په کمپونو کې له جنسي تیریو څخه ښځې وژغوري او له اغېزمنو ښځو سره په بیلابیلو برخو کې مرستې وکړي.

ملګرو ملتونو په دې هېواد کې د بې ځایه شویو خلکو په کمپونو کې پر ښځو د جنسي تیریو او زورونو پر پیښو اندیښنه ښودلې ده.

د ښځو د حقونو فعاله پاسي موبالاما پر ښځو د زیاتېدونکو جنسي تیریو د پیښو په اړه خواشینې ده.

میرمن موبالاما چې خپله هم د جنسي تیري ښکار شوې ده، اوس غواړي چې د خپلې خبریه موسسې د لارې نورو ښځو ته داسې لارښوونې وکړي چې له جنسي تېري ځانونه وژغوري.

پاسي موبالاما وايي، د خلکو د پوهاوي او هڅولو له لارې په ټولنه کې دا فکر قوي کوي چې څنګه د کډوالو په کمپونو کې د جنسي تیریو مقابله او مخنیوی وکړي. نوموړې زیاتوي چې د اغیزمنو کسانو سره د رواني روغتیا په برخه کې هم مرستې کوي.

موبالاما وايي، د نارینه وو لپاره هم پروګرامونه لري. د هغې په خبره: "ځکه چې د جنسي تیریو په مسئله کې د سړیو د ښکیلتیا د مخنیوي غوره لار هم دا ده چي دواړه لوري په خپلو حقونو او مسئولیتونو پوه شي او وضعیت بدل شي."

په روزنیزو مرکزونو کې ښځو ته ښودل کیږي چې هر وخت د کوم کار او ضروت دپاره بیرون ته وځي نو باید چې یوازې لاړې نشي او د جنسي تیري ښکار ښځې باید خپل غږ پورته کړي.

موبالاما وايي، پر مسایلو خاموشه پاتې کېدل ګټه نه لري. هغه زیاتوي: "نو که هرڅو زموږ له ټولنې یا کومې بلې ټولنې مرسته اخیستل غواړي نو باید چې راشي او حال ووايي."

میرمن موبالاما وايي چې د دوی کار ډیر د ستونزو ډک او ستړی کوونکی دی. خو دوی په دې خوشاله دي چې ښځې د سختیو لیدو نه پس بیرته د رغیدو خوا ته روانې دي. خو مشکل دا دی چې د جنسي تیري نوم ډير بد ګڼل کیږي نو ډیرې ښځې همداسې غلې پاتې کیږي او غږ نه پورته کوي.

XS
SM
MD
LG