د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په یو ښوونځي کې په ډزو کې درې تنه وژل شوي


د امریکا د ویسکانسن په ایالت کې پولیس وايي چې په يو ښوونځي کې یو وسله وال سړي ډزې کړي، درې تنه وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

پولیس وایي بریدګره یوه پنځلس کلنه نجلۍ وه چې پخپله یې ځان وژلی.

مقامات وايي پېښه د مډیسن په ښار کې شوې ده او د ډزو په وخت کې د ښوونځي ټول ۳۹۰ زده کوونکي په ښوونځي کې وو.

د مدیسن ښار د پولیسو مشر شان بارنس وویل: «نن یوازې د مډیسن لپاره نه، بلکې د ټول هېواد لپاره د غم ورځ ده.»

نوموړي وويل چې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۶) پولیسو ته د دغې پېښې په اړه خبر ورکړل شو. هغه وویل چې بریدګره د پولیسو په ډزو کې نه، بلکې په خپله یې ځان وژلی دی.

دا نجلۍ په همدې ښوونځې کې زده کوونکې وه خو د برید انګیزه لا نده څرګنده شوې.

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر بایډن د پېښې په اړه خبر شوی او چارواکي په سیمه کې له مسئولینو سره په تماس کې دي.

په متحدو ایالتونو کې دا ډول وسله وال بریدونه یوه لویه ستونزه بلل کېږي.

د وسله والو بریدونو د ارشیف د معلوماتو په اساس، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه نیولې د ډسمبر تر ۱۵مې نېټې پورې د وسله والو بریدونو سره په تړلیو پېښو کې ۱۶۰۰۰ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۰زره نور ژوبل دي.

د دغه ارشیف د معلوماتو په اساس، د وژنې اکثریت پېښې ځان وژنې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG