د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن کې یو ښوونځې کې په وسله وال برید کې ۱۰ تنه وژل شوي


په سویډن کې چارواکي وایي سه شنبه فبروري څلورمه (سلواغې ۱۶) په یو ښوونځې کې دننه په ډزو کې د برید ګر په ګدون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي.

چارواکو په لومړي سر کې د یوازې څو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی و، خو وروسته پولیسو تائید کړه چې ۱۰ کسان وژل شویدي.

پیښه د سویډن د اوریبرو په ښار کې په ثانوي ښوونځي کې شوې خو د بریدګر د انګیزې په هکله لا پولیسو څه ندي ویلي. پولیسو پدې پیښې کې د ټپي شویو کسانو په هکله هم معلومات ندي ورکړي.

د سویډن صدراعظم اولف کریسټرسن دا په هیواد کې "تر ټولو ناوړه ډله ایزه وژنه" بللې. ښاغلي کریسټرسن په خبري کنفرانس کې وویل چې لا هم د برید په هکله ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

هغه زیاته کړه، "وخت به راشي چې مونږ ټول به پوه شو چې څه پیښ شوي، څرنګه پیښ شوي او څه ډول انګیزه یې ښایي تر شا وي".

پولیسو تر دې دمه د وژل شویو او برید ګر د هویت په هکله معلومات ندي ورکړي او د سویډن صدراعظم هم له خلکو غوښتې چې بې ځایه آوازې دې نه خپروي.

پولیسو یوازې دومره ویلی چې د لومړنیو معلوماتو څخه څرنګدیږي چې بریدګر دا هر څه په یوازې ځان کړي.

سره لدې چې په سویډن کې ګڼ شمیر مطبوعاتو ویلي چې برید ګر خپل ځان پخپله وژلی خو پولیسو دا راپورونه ندي تائید کړي.

سیمه ایزو پولیسو ویلی چې برید کوونکي ښوونځي ته دننه د ځان سره د لوګي ایجادولو لپاره وسایل هم وړي و.

په مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي چې پولیسو د اوریبرو په سیمې کې د مشکوک برید کوونکي په کور چاپه وهلې، برید کوونکی یې ۳۵ کلن بللی او دا یې هم ویلي چې هغه د وسلې د لیږد لپاره قانوني جواز هم درلود خو پولیسو دا راپورونه ندي تائید کړي.

په مطبوعاتو کې د برید کوونکي پیژندګلوۍ په هکله څه ندي ویل شوي.

سره لدې چې په سویډن کې په ډله ایزه توګه د خلکو د وژل کیدو پیښې ډیرې لږې کیږي خو پدې هیواد کې پدې تیرو څو کالونو کې په ښوونځیو کې یو شمیر بریدونه شوي.

د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې یو ۱۸ کلن زده کوونکي د مالمو په جنوبي ښار کې خپل دوه ښوونکي په چاقو ووهل او وې وژل.

د همدې پیښې څخه یوازې دوه میاشتې وړاندې پولیسو یو ۱۶ کلن زده کوونکی پدې خاطر ونیوه چې یو بل زده کوونکی او ښوونکی یې په چاقو وهلي او ټپي کړي وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG