د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د افغانانو د بیا مېشت کیدو د ادارې د تړلو په اړه تصمیم ندی نیول شوی


عکس: ارشیف - د تخلیلې بهیر
عکس: ارشیف - د تخلیلې بهیر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا کې د افغانانو د بیا مېشتیدنې د څار د دفتر د بندولو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا وزارت په متحده ایالاتو کې د افغانانو د بیا میشتیدنې د پروګرام او د افغانانو د بیا میشتیدو د هڅو د همغږي کوونکي دفتر د راتلونکې په اړه ارزونه کوي، خو ټینګار یې وکړ چې "تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې. "

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې د افغانانو د بیا مېشتیدنې د هڅو لپاره د همغږۍ دفتر د افغان متحدینو او شریکانو سره چې غوښتنلیکونه یې له پخوا څخه په بهر کې پرمخ وړل کیږي دوام ورکوي، خو نور جزئیات یې ورنکړل.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د یو شمېر خلکو د غوښتونلیکونو د ارزونې بهیر ځنډولی چې د ځانګړو بشردوستانه پروګرامونو په چوکاټ کې دغه هېواد ته د راتګ اجازه ورکړل شوې وه.

دا پدې معنی ده چې د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت د خدماتو ادارې د هغو کسانو د غوښتنلیکونو بهیر درولی چې په امریکا کې د دایمي اوسېدو غوښتنه کوي. دا پرېکړه په هغو کسانو اغیزه کوي چې د بشردوستانه پروګرامونو له لارې متحده ایالاتو ته داخل شوي دي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت امریکا غږ ته په لیږل شوي ایمیل کې لیکلي چې ددې ځنډ علت یوه امنیتي بیا کتنه ده.

په ایمیل کې لیکل شوي: "دا بهیر ترهغو ځنډول شوی چې د ممکنه درغلیو، عامه خوندیتوب او ملي امنیت ته د ګواښ د اندیښنو په اړه اضافي پلټنې بشپړ شي."

د بشردوستانه ویزو ورکولو دا پروګرامونه د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جو بایډن په حکومت کې ددې لپاره پیل شوي وو چې د غیر منظم مهاجرت مخنیوی وکړي او د ځانګړو ډلو لپاره له قانوني لارو امریکا ته د تللو زمینه برابره شي.
د متحده ایالاتو حکومت ته په ۱۹۵۲ کال کې د کانګرس لخوا د بشردوستانه ویزو (پرول) د صادرولو واک ورکړل شو او له مخې یې ولسمشر دا صلاحیت لري چې د بیړنیو بشري دلایلو له مخې اشخاصو ته امریکا ته د راتګ اجازه ورکړي.

د کیوبا، هایټي، نیکاراګوا او وینزویلا شاوخوا ۵۳۰ زره اتباع ددغو هېوادونو لپاره د بشردوستانه پیرول د ځانګړي پروګرام له لارې امریکا ته راغلي. په دې سربیره، د سي بي ایس تلویزیون د راپور په اساس، د "اوکراینیان د اوکراینیانو لپاره" د پروګرام له مخې، ۳۵۰ زره امریکایانو شاوخوا ۲۴۰ زره اوکراینیان امریکا ته د راتلو لپآره سپانسر کړي دي.

د هر بشردوستانه پرول پروګرام ګټه اخیستونکي باید د اړوند پروګرام ټول شرایط پوره کړي، په دې کې په متحده ایالاتو کې میشت د مالي سپانسر لرل او همدرانګه د امنیتي ارزونو او واکسین کولو د غوښتنو بشپړول شامل دي. دوی باید د متحده ایالاتو له حکومت څخه د سفر د اجازې د ترلاسه کولو په صورت کې د خپل سفر لګښتونه هم ورکړي.

د بشردوستانه پرول ترلاسه کوونکي په موقتي توګه په متحده ایالاتو کې په قانوني بڼه د ژوند او کار کولو اجازه لري خو دا پروګرام په امریکا کې د دوی دایمي استوګنه نه تضمین کوي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت په وینا، د ټرمپ اداره اوس د ملي امنیت د ساتلو او د کډوالۍ سیستم د شفافیت د ډاډمن کولو لپاره په دې اړه د اضافي تفتیش غوښتنه کوي.

د ټرمپ ادارې نور توضیحات ندي ورکړي او دا یې هم ندي ویلي چې بیاکتنه به د څومره وخت لپاره دوام وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG