د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شنبه فبروري ۲۲ ( کب څلورمه) د محافظه کارانو سیاسي عمل کلنۍ غونډۍ په وروستۍ ورځ یو ځل بیا د هغو تجهیزاتو په بیرته اخیستو ټینګار وکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وروسته هلته پاتې دي او زیاته یې کړه چې کله طالبان په نظامي رسم ګذشتونو کې ویني چې په امریکایي موټرو کې ګرځي، دی په قهر کوي.
ټرمپ وویل چې متحده ایالاتو د طالبانو دویم ځل واکمن کیدو راهیسې د افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارده ډالر مرستې کړي. هغه زیاته کړه، " که هغوي ته پیسې ورکوو، سمه ده خو په بدل کې یې غواړو چې زمونږ تجهیزات بیرته راکړي".
دا لومړی ځل ندی چې ښاغلی ټرمپ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا په مرستو انتقاد کوي او د امریکایي ځواکونو څخه پاتې شویو نظامي تجهیزاتو بیرته اخیستو خبر کوي.
هغه د تیرې جنورې میاشتې په ۱۹ مې واک ته تر رسیدو یوه ورځ وړاندې د مخکني جمهور رئیس جو بایډن حکومت تورن کړ چې "دښمن" ته یې د امریکا د پوځ میلیاردونه ډالر ورکړي. جمهور رئیس ټرمپ ویلي و، ".موږ خپل ټول پوځ بیا ورغوه او هغوی (بایډن حکومت) میلیادرونه میلیاردونه ډالر یې طالبانو ته ورکړل. دوی زموږ د پوځ د تجهیزاتو، یوه لویه برخه دښمن ته ورکړه".
د متحده ایالاتو جمهور رئیس د CPAC په کلنۍ غونډۍ کې د وینا پر مهال چې نږدې یو نیم ساعت یې دوام درلود پدې تیرې یوې میاشتې کې د خپل حکومت د کامیابیو او لاسته راوړنو یادونه وکړله او په سپینې ماڼۍ کې د خپل کار په هکله یې وویل، " هیچا تر اوسه دا شان څه ندي لیدلي او هیچا داسې کوم څه ندي کړي لکه مونږ چې په څلورو اوونیو کې وکړل".
ټرمپ زیاته کړه، " مونږ نیت لرو چې داسې نوی اکثریت او پایښت لرونکی سیاست جوړ کړو چې راتلونکي نسل ته د امریکا د سیاست لارښوونه وکړي".
د محافظه کارانو سیاسي عمل کلنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۰ مه پیل شو او شنبه یې درییمه او وروستۍ ورځ وه. د متحده ایالاتو محافظه کاره سیاستوالو تر څنګ پکې د ارجنټاین، پولینډ او نورو هیوادونو مشرانو هم ګډون کړی و.
جمهور رئیس ټرمپ یو ځل د مخکني جمهور رئیس جو بایډن د کډوالۍ په پالیسۍ انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې په همدې برخې کې د نویو اقداماتو له کبله امریکا د پخوا په پرتله ډیره مصؤنه شوې او جنایتکاران او مجرمین نورې امریکا ته نشي راتلی.
هغه همدارنګه زیاته کړه یو شمیر هیوادونه چې په لومړي سر کې یې امریکا ته د راغلو ناقانونه اتباعو منلو ته غاړه نه کیښوده، اوس چمتو دي چې هغوي ومني.
سره لدې چې ښاغلي ټرمپ د نورو کورنیو او نړیوالو موضوعاتو په هکله یو څه تند وغږید خو د چین په هکله یې بیا لهجه نرمه وه. هغه وویل، " زما په تصادفي توګه هغه ( د چین جمهور رئیس شي ژنپنګ) خوښیږي." خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د چین په ګډون یو شمیر هیوادونه په سوداګرۍ کې د متحده ایالاتو سره غیر عادلانه چلند کوي.
جمهور رئیس ټرمپ دوه اوونۍ وړاندې په کاناډا او مکسیکو د ناقانونه کډوالو او مخدره موادو مخنیوي په چارو کې د نه اقدام کولو لپاره ۲۵ په سلو کې ګمرکي تعرفې ولګولې خو وروسته تر هغه یې د یوې میاشتې لپاره وځنډولي چې د دواړو هیوادون مشرانو سره یې خبرې وکړلې او پدې برخې کې یې د اقداماتو ژمنې وکړلې.
جمهور رئیس ټرمپ همدارنګه پخپلو خبرو کې په اوکراین کې د روسیې په جګړې کې د ډیر شمیر ځوانانو په وژل کیدو خواشيني څرګنده کړه او تر څنګ یې دا هم وویل چې د دواړو هیوادونو مشرانو د جګړې پای ته رسولو په هکله په اړیکه کې دی.
هغه وړاندې وویل، " فکر کوم چې یو تړون ته ډیر نږدې شوي یو او دا غوره ده چې یو تړون ته نږدې اوسو".
جمهور رئیس ټرمپ واک ته تر رسیدو وړاندې څو ځله ویلي و چې د اوکراین جګړه په ۲۴ ساعتونو کې پای ته رسولی شي خو د خپل پلان جزیات یې ندي په ډاګه کړي. د ټرمپ حکومت پدې تیرو څو اوونیو کې د اوکراین پرته د روسیې د چارواکو سره کتلي او احتمال شته چې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره به هم وګوري.
سره لدې چې ټرمپ تیره ورځ ویلي چې د همدې اوونۍ تر پایه به ښایي د پوتین سره وګوري خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تازه د شنبې په ورځ ویلي چې د دې ملاقات په هکله تیاری په لومړنیو پړاوونو کې دی.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ایران په باره کې وویل چې د ده د جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې تهران "مات شوی و" او د حزب الله، حماس او نورو وسله ډلو لپاره یې پیسې نه درلودې.
ټرمپ زیاته کړه چې مخکني جمهوري رئیس جو بایډن سپینې ماڼۍ ته تر تګ وروسته، د ایران په رژیم لګیدلي بندیزونه لیرې کړل او ایران د تیلو په پلور یو ځل بیا غني شو.
جمهور رئیس ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران سره د نړیوال اتومي تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.
ښاغلي ټرمپ په یو شمیر هیوادونو د ګمرکي تعرفو لګولو یادونه هم وکړله او ټینګار کوي چې دا کار په سوداګرۍ کې د موازینې لپاره کوي.
فورم \ دبحث خونه