د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د اختر په مراسمو کې ډزې شوې او ځینې خلک ژوبل شوي


پولیسو د دغې پېښې په تړاو ځینې کسان نیولي دي
پولیسو د دغې پېښې په تړاو ځینې کسان نیولي دي

د امریکا د فلادلفیا په ایالت کې پولیس وايي چې د اختر نمانځنې په یو لړ مراسمو کې ډزې شوې او ځينې خلک ژوبل شوي دي.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ اپریل لسمه (حمل۲۲) د دغه ایالت د پارکسایډ په سیمه کې شوې ده، دغلته تقریبآ زر کسان د اختر نمانځنې د مراسمو لپاره راټول شوي وو.

د پولیسو کمېشنر کیون بیتل وویل چې دوو ډلو په یو بل ډزې کړې دي. هغه وویل چې په دغې پېښې کې تقریبآ ۳۰ مرمۍ ورول شوې دي. ده وویل چې یو کس په خیټه او بل په پښې په مرمۍ لګېدلي او اوس په رغتون کې دي چې وضعیت هم ښه دی.

بیتل زیاته کړه چې پولیسو په یو ۱۵ کلن وسله وال هلک ډزې کړي، ژوبل کړی یې، وسله یې ترې اخیستې او هغه یې روغتون ته انتقال کړی دی. په پېښه کې یو ماشوم د پولیسو له موټر سره په ټکر کې ژوبل شوی دی.

د اې بي سي نیوز د راپور په اساس، پولیسو ویلي‌ دي چې په دغې پېښې کې دخېل څلور کسان تښتېدلي دي. پولیسو پنځه وسلې کشف کړي دي.

خو سي ان ان راپور کړی دی چې مقاماتو حد اقل پنځه کسان د دې پېښې په تړاو نیولي‌ دي او څو وسلې یې هم ضبطې کړي دي.

د دې پېښې علت لا معلوم نه دی خو مقامات وايي چې په اړه یې پلټنې روانې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG