د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د سوپر بول اتلولۍ د نمانځنې په مراسمو کې ډزې شوې


پېښه د چهارشنبې په ورځ په یونین سټېشن کې شوې ده
پېښه د چهارشنبې په ورځ په یونین سټېشن کې شوې ده

د امریکا د میزوري ایالت د کنزاس په ښار کې مسئولین وایي چې د امریکايی فوټبال (سوپر بول) د اتلولۍ ګټلو د نمانځنې په مراسمو کې ډزې شوې دي یو کس وژل شوی او ۲۱ نور زخمیان دي.

مقامات وايي په زخمیانو کې یې ځینې ماشومان دي.

امریکايي رسنۍ «سي ان ان» نن چهارشنبه فبروري ۱۴ (سلواغه ۲۵) د دغه ایالت د روغتیايي مسئولینو په حواله لیکلي چې زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي. د کنزاس د اطفايي ادارې اعلان کړی چې له ډزو څخه وروسته تر لسو ډېر قربانیان دي. د اطفايي ادارې د یو کس وژل کېدل تائید کړي دي.

د دغه ښار د پولیسو مشر ویلي‌ دي چې دوه کسان، چې ډزې یې کړې دي، نیول شوي دي. د دغه کسانو هویت او د برید انګیزه لا څرګند شوي نه دي.

پولیس مقامات وايي د «چیفس» لوبډلې لوبغاړو او مینه والو خپله اتلولي نمانځله چې ډزې وشوې او خلک له وارخطایۍ څخه یوې او بلې خوا ته منډې پیل کړې.

پولیسو په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «هر څوک چې دغې سیمې ته نژدې دي، ژر تر ژره دې له سیمې څخه ووځي چې په ډزو کې د زخمیانو درملنه اسانه شي.»

دا رسم اوګذشت په یونین سټېشن کې جوړ شوي وو. فرانس پرس وایي چې سیمه ایزو رسنیو ویلي وو چې اټکل کېده چې څه باندې یو میلیون خلک د ارکانساس په ښار کې د دغې اتلولۍ د نمانځلو لپاره راټول شي.

د متحدو ایالتونو د فوتبال ملي لیګ «سوپربول» پایلوبه د یکشنبې په ورځ وه چې د کنساس ښار لوبډلې د سان فرانسیسکو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله. دا د سوپربول ۵۸م پړاو و چې د نیواډا ایالت د لاس وېګساس ښار کې وشو.

ددې اتلولۍ د ګټلو دپاره هر کال د امریکا د بېلا بېلو سیمو څخه ۳۲ لوبډلې په خپلو کې سیالي کوي. د کنساس ښار لوبډلې تېر کال هم سوپربول ګټلی و.

د امریکا د فوټبال ملي لیګ (ان اف ال) د نړۍ په کچه ترټولو قیمتي سپورتي اتلولۍ ګڼل کیږي چې د فوربز مجلې د معلوماتو له مخې، د لوبډلو مجموعي ارزښت یې د ۱۰۰ میلیارد ډالرو په شاوخوا کې اټکل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG