د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار ته د افغان قواوو ناسمه شمیره ورکړل شوې وه


امریکایي قواوو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتیش دفتر سیگار ته د افغان ملي دفاع او د امنیتي قواو د شمیرې په اړه ناسم معلومات ورکړي وو.

دغه شمیره د سیگار د ٢٠١٨ کال د ٣٠ اپریل په رپورټ کې خپره شوي وه.

دا وروستی رپورټ ښیي چې د امریکا د دفاع د وزرات له اړخه سیگار ته په سپارل شوي معلوماتو کې یو ځلې بیا سهوه شویده.

د افغان ملي دفاع او امنیتي قواو نوی شمیره ٣١٣،٧٢٨ ده، خو په افغانستان کې امریکایي قواو سیگار ته د جنورۍ په ٣١ نیټه د افغغان ځواکونو سمیر ٢٩٦،۴٠٩ تنه ښودلی و.

دغه سمه شمیره څرگندوي چې د افغان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو په شمیرې کې کموالې راغلی دی خو هغومره ندی چې سیگار په خپل مخکني رپوټ کې ذکر کړې وه.

سیگار د افغان عسکرو شمیره د امریکا د دفاع د وزارت نه معلوموي او هیڅ ډول بله منبع نلري چې دغه شمیره ترینه تائید کړي.

سیگار څو ورځې مخکې ویلي وو چې د تیر کال په پرتله سږکال د افغان ځواکونو شمیر ١٠٪ راټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG