د لاس رسي وړ اتصالات

سیگار: د امریکا مالي مرستو په افغانستان کې فساد پیدا کړی


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سر مفتش اداره یا سیگار وایي په ځینو برخو کې د امریکا د مالي مرستو بڼه په افغانستان کې د فساد د هڅونې سبب شوې ده.

سیگار د پنجشنبې په ورځ د وري د میاشتې په ٣٠ د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې افغانستان ته ددغو مرستو د خوندي کولو طریقې د امریکا د حکومت د مختلفو ادارو ترمنځ هم اهنگي پیچلې کړه او په افغانستان کې د فساد "ضمني زغمل" او د افغانستان د حکومت د فسادو مقاماتو نه د امریکا "غیر عمدي" ملاتړ ددې سبب شو چې افغانان د خصوصي سکتور د پروگرامونو لږ ملاتړ وکړي.

ددغه رپوټ په اساس چې د افغانستان په اقتصادي ودې او د خصوصي سکتور په پراختیا باندې ولاړ دی، د امریکا حکومت ونشو کړای چې د افغانستان په ټولنه کې د فاسدو او ځواکمنو افرادو ترمنځ رابطه درک کړي.

په رپوټ کې راغلي چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د دودې لپاره هڅې چې پیل شوې هغه ددې هیواد د اقتصادي او امنیتي واقعتونو، د حکومتي ادارو د ظرفیت، د گاونډیو سره د افغانستان د اړیکو او په دې هیواد کې د موجود اداري فساد سره مطابقت نه درلود.

سیگار زیاتوي چې د طالبانو د رژیم له پرزیدو وروسته په لومړیو کلونو کې د افغانستان اقتصادي وده د بیارغونې زد پروگرامونو او د بهرنیو هیوادونو له لورې د زیاتو پیسو د مصرف په وجه لوړه شوه او په همدې دلیل د اقتصادي ودې انډول دوامداره پاته نشو.

د نړیوال بانک د شمیرو له مخې د افغانستان اقتصادي ودې د ٢٠٠٣ کال راهیسې تر اوسه نوساني مسیر درلودلی دی. د افغانستان اقتصادي وده په ٢٠٠٩ کې ٢١ فیصده وه په داسې حال کې چې دا شمیره په ٢٠١٦ کې ٢،٣ فیصدو ته راټیټه شوې وه.

د سیگار په رپوټ کې په افغانستان کې پر بهرنیو کارپوهانو او متخصیصینو هم نیوکه شوې ده او ددې رپوټ په بنسټ هغو فني کارپوهانو چې د بیارغونې د پروگرامونو په لوړو سطحو کې کار کاوه په ډیرو برخو کې د افغانستان د شرایطو نه بې خبره وو او یا هم له جگړې وروسته او مخ په ودې هیوادونو کې د کار کولو پوهه او تجربه نه درلوده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو، ددې رپوټ د خپرولو پر وخت د افغانستان د خصوصي سکتور پر تقویې او پراختیا باندې ټینگار وکړ او زیاته یې کړه چې د خصوصي سکتور وده کولای شي په بهرنیو مرستو باندې د افغانستان اتکا راکمه کړي.

ښاغلي سوپکو وویل: "حتی که د طالبانو ډله هم سبا (د افغانستان د حکومت) سره د سولې موافقه لاس لیک کړي د افغانستان حکومت به بیا هم د خپلې نیمې بودجې لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري. زمونږ سرتیري ښایي بریته امریکا ته لاړ شي، خو زمونږ پیسې به بیا هم هلته مصرف شي. په افغانستان کې د یو بسیا خصوصي سکتور پراختیا ددې ستونزې د اوږدمهاله حل لاره ده."

سیگار وړاندیز کړی دی چې د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره او ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د حکومت سره د ټولو سیمه ییزو او دوه اړخیزو تجارتي موافقتنامو په ځانگړې توگه د پاکستان سره د سوداگریزو موافقو په بیا ارزونه کې مرسته وکړي او د افغانستان د صادراتو او وادراتو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي.

سیگار په افغانستان کې د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا په خاطر په افغانستان کې د اداري فساد په ضد د امریکا د هڅو د دوام غوښتنه کړې ده او د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې یې غوښتي چې د افغان بنسټونو لکه پوهنتونونو، علمي او څیړنیزو مرکزونو او تجارتي اتحادیو په همکارۍ خپلې اموزشي او فني همکارۍ د افغانستان د ټولنې د اړتیاو او شرایطو سره سمې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG