د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نښې ښيي چې بوچا کې قصدآ ولسي خلک وژل شوي 


د اوکراین جکړه
د اوکراین جکړه

د ملګرو ملتونو مقاماتو نن سه شنبه اپریل پنځمه (وري۱۶) وویل چې د اوکراین مرکز کیف ته نژدې د بوچا له ښارګوټي څخه ترلاسه شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې ولسي خلک مستقیمآ په نښه شوي‌او وژل شوي‌ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې دا تصویرونه خورا ځوروونکي بللي او ویلي دي‌ چې نړیوال قانون په ولسي خلکو د عمدي بریدونو ممانعت کوي. روسي ځواکونه د بوچا له ښار څخه له شاوخوا ۴۰ ورځې جګړې وروسته په شا وتمبول شول او وروسته معلومه شوه چې هلته سلګونه ولسي خلک وژل شوي دي. د لویدیځ مشرانو په متحد ډول دا پېښه غندلې ده.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په ژینوا کې د ملګر ملتونو د بشري حقونو د څانګې ویاندې لېز تروسیل ویلي دي چې نښې نښانې شته چې «په بوچا کې ولسي خلک په نښه شوي» دي. نوموړي هغه تصویرونه یاد کړل چې په کې ښودل کېږي یو شمېر خلک وژل شوي او لاسونه یې هم تر شا تړل شوي دي او ځینې یې زندۍ شوي‌ دي.

هغې وویل: «دا [تصویرونه] خورا ځوروونکي دي او واضحه ښکاره چې هغوی [ولسي خلک] مستقیمآ په نښه شوي‌ دي. او دلته په یو ټکي باندې چې باید موږ تاکید وکړو دا دی چې د نړیوال بشري قانون په اساس په قصدي ډول د ولسي خلکو وژل جنګي جنایت دی.»

ویاندې تروسیل وویل چې ټولې نښې نښانې ښکاره کوي چې ولسي خلک مستقیمآ په نښه شوي‌ او وژل شوي دي.

نوموړې زیاته کړه چې شاید ځینې استدلال وکړي‌ چې په سیمه کې ځینې پوځي نښې نښانې او اثرات هم شته، خو هغې ټېنګار وکړ چې په سړک کې پروت د یو شخص مړی چې په سر لګېدلی او یا سوځېدلی، ثابتوي‌ چې ولسي دی او سخته ده چې په هغه کې پوځي اثرات او نښې نښانې ولېدل شي.

د یوکران ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي روسیه د ولسي خلکو په وژلو تورنوي خو مسکو دا تورونه ردوي او وايي‌ چې خپاره شوي تصویرونه «جعلي» دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د بوچا پېښې ته په کتو د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین «جنګي مجرم» یاد کړ او د هغه د محکمې غوښتنه یې وکړه.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې نن د ملګرو ملتونو عمومي‌ غونډه په اوکراین کې د ولسي خلکو د تلفاتو په اړه په بحثونو متمرکزه وي.

د ملګرو ملتونو په نننۍ غونډه کې به عمومي منشي انتوني ګوتېرش او د بشري‌ حقونو د چارو مسئول مارتن ګریفتز د اوکراین د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کوي. د اوکراین ولسمشر ولادي میر زیلینسکي به هم خبرې وکړي.

بریتانیا د ملګرو ملتونو د عمومي‌ غونډو د دې میاشتې مشري کوي او د دغه هېواد استازې بابرا ووډوارډ خبریالانو ته ویلي چې په اوکراین باندې د روسي د یرغل په ترڅ کې د ولسي خلکو وژل د غونډې «لومړی او مرکزي» موضوع ده.

XS
SM
MD
LG