د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین جنګي جنایتکار دی او باید محاکمه شي 


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جنګي جرموتو د ترسره کولو په خاطر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د محاکه کیدو غوښتنه وکړه او وویل چې په اوکراین کې د ظلم په وجه پر روسیې باندې د نورو بندیزونو د لګولو لټه کوي.

ښاغلي بایډن د دوشنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) د روسیې ولسمشر "جنګي جنایتکار" وباله او وویل: "ومو لیدل چې په بوچا کې څه پیښ شول."

رپوټونه وایي چې د اوکراین د پلازمینې کیف ښار له شاوخوا څخه د روسي ځواکونو د پر شا کیدو وروسته د یو شمیر کسانو مړي چې ملکي لباسونه یې په تن وو او لاسونه یې پر شا پورې تړلي وو د بوچا په ښارګوټي کې موندل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د بوچا ښارګوټي له کتنې وروسته وویل چې پدې ښارګوټي کې د روسیې کړنې "نسل وژنه" ده او له لویدیځ څخه یې وغوښتل چې پر روسیې باندې نور سخت بندیزونه ولګوي.

خو ولسمشر بایډن په بوچا ښارګوټي کې ډله ایزه وژنه نسل وژنه خطاب نکړه. هغه وویل: "مونږ باید اوکراین ته وسلې برابرې کړو چې هغوی ورته د جګړې د دوام لپاره اړتیا لري. مونږ باید د بوچا په اړه [د بوچا د ډله ییزې وژنې په اړه] جزییات راټول کړو."

د سپینې ماڼۍ مقاماتو ویلي چې پر روسیې باندې د نویو بندیزونو د لګولو په اړه بحثونه د ادعا شویو ظلمونو په اړه د وروستیو رپوټونو وروسته جدي شوي دي. ښاغلي بایډن هم وویل چې نوي بندیزونه به ولګوي خو په اړه یې جزییات ورنکړل.

د متحده ایالاتو ولسمشر څه موده مخکې ولادیمیر پوتین ته د "جنګي جنایتکار" خطاب کړی و او په غبرګون کې کریملین د ښاغلي بایډن دغه خبرې "د نه منلو وړ او د نه بحښولو وړ" ګڼلې وې.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا تامس ګرینفیلډ، هم د دوشنبې په ورځ په اوکراین کې د ملکي وګړو وژنې ته په اشارې وویل چې واشنګټن غواړي د روسیې غړیتوب د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې تعلیق شي.

پدې ترڅ کې د امریکا د دفاع وزارت یو مقام ویلي چې روسیې د کیف ښار د شاوخوا څخه خپل له دریو نه دوه برخې پوځیان ایستلي دي او اکثر یې بلاروس ته انتقال کړي دي تر څو له هغه ځایه بیا نرو سیمو ته ولیږل شي.

بلخوا د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په بوچا کې ملکیان ندي وژلي او ادعا یې کړې چې هغه مړي چې په وبدیو او عکسونو کې ښودل شوي دا «اوس یوه بله لمسونه ده» چې لویدیځ په لاره اچولې ده.

پدې مطلب کې د اسوشیتیدپرس او فرانس پرس د رپوټونو نه کار اخیستل شوی دی.

XS
SM
MD
LG