د لاس رسي وړ اتصالات

بغلان کې د طالبانو په برید کې یو شمېر پولیس وژل شوي


د بغلان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه په پلخمري ښار کې د طالبانو په برید کې یو شمېر افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوید احمد بشارت د سې شنبې په ورځ د «سلواغې پر ۸مه» امریکا اشنا ته وویل چې طالبانو یاد برید د پلخمري ښار د دریمې برخې اړوند د پولیسو پر یوې پوستې کړی دی.

د پولیسو ویاند وویل چې په دغه برید کې د یادې امنیتي پوستې قوماندان وژل شوی، خو زیاته یې کړه چې د نورو تلفاتو په اړه معلومات نشته.

هغه زیاته کړه:"تېره شپه دوه بجې له څو اړخونو څخه د پلخمري ښار د دریمې برخې اړوند خواجه الوان سیمه کې دښمن حمله وکړه، هم زموږ پولیس شهیدان لري او هم دښمن ته تلفات رسېدلي دي، قوماندان فرید اندرابي هم په دغه برید کې شهید شوی دی."

خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي دي.

هغه وویل چې طالبانو دغه برید د خپل یو نفوذي کس په همکارۍ کړۍ دی.

سرچینه وايي، طالبانو د دغه پوستې تر نیولو وروسته څلور هاموي ټانکونه تخریب کړي او نور پوځي وسایل یې هم سوځولي دي.

د پلخمري ښار د دریمې برخې اړوند دغه امنیتي پوسته د بغلان ـ سمنګان د لویې لارې پر سر پرته ده.

طالبانو هم د دغه برید د مسؤلیت په منلو سره پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG