د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې پر دولتي ودانیو برید کې شپږ وسله وال وژل شوي - چارواکي


د بلوچستان د بیلتون غوښتونکو وسله والې ډلې "د بلوچستان د ازادۍ پوځ" د دغه برید مسئولیت منلی دی.
د بلوچستان د بیلتون غوښتونکو وسله والې ډلې "د بلوچستان د ازادۍ پوځ" د دغه برید مسئولیت منلی دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت چارواکو د سه شنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغې ۱۰) وویل، لږ تر لږه شپږ وسله وال د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د ایالتي حکومت ویاند جان اڅکزي وویل چې "امنیتي ځواکونو په دریو دولتي تاسیساتو باندې همغږي بریدونه په بریالیتوب سره په شا وتمبول" چې په کې د ملیشه ځواکونو او پولیسو مرکزونه شامل دي.

اڅکزي فرانس پرس ته وویل چې دا پېښه په بولان سیمه کې شوې ده. روغتیايي مسئولینو په پېښه کې د ۱۳ ملکي خلکو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د بلوچستان د بیلتون غوښتونکو وسله والې ډلې "د بلوچستان د ازادۍ پوځ" د دغه برید مسئولیت منلی دی.

اسلام اباد د لسیزو راهیسې په بلوچستان کې د توکمیزو بېلتون غوښتونکو ډلو سره جګړه کوي. دا ایالت د ګازو او نورو طبیعي زیرمو د لرلو سره سره په پاکستان کې تر ټولو بې وزله ایالت ګڼل کیږي.

ځايي خلک وايي چې دوی ته د خپلو تېلو او ګازو له معدنونو حق نه ورکول کیږي او همدا لامل دی چې دا ایالت په دوامداره توګه د پاکستان د بشري پراختیا په شاخصونو کې په ټیټه درجه کې دی.

د بشري حقونو ډلې وايي، د بلوڅانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو په لړ کې په زوره ورکېدل او د محکمې له حکم پرته وژنې شاملې دي.

په سیمه کې د اورپکو د فعالیت په اړه تاو تریخوالی دا میاشت هغه وخت نور هم زیات شو چې اسلام اباد په ګاونډي ایران کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو جنګیالیو پټنځایونه په نښه کړل.

پاکستان دغه بریدونه د ایران د هغه برید په ځواب کې وکړل چې د پاکستان په خاوره کې یې د ایران ضد وسله وال په نښه کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG