د لاس رسي وړ اتصالات

د سالنګونو لویه لار د زیاتې واورې ورېدو له امله تړل شوې


د سالنګونو لویه لار
د سالنګونو لویه لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وايي چې دا لار د تیرې ورځې راپدېخوا د واورې او تیزو بادونو له امله تړل شوې ده.

یاد ریاست نن یکشنبه ډسمبر۲۷ (مرغومې۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې اوس مهال په شمالي او جنوبي سالنګونو کې واوره او طوفانونه جریان لري چې کېدایشي تر څو ساعتونو یاده لار بنده وي.

اعلامیه زیاتوي ترڅو چې د سالنګونو لار باندې پرته واوره نوي پاکه شوې تر هغه مهال به دغه لار بنده وي.

د سالنګونو لار د افغانستان لس شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له مرکز کابل او نورو ولایتونو سره نښلوي او هرکال په ژمي د ترافیکو پرمخ بندیږي.

پر همدې مهال د طبعیي پېښو سره په مبارزه کې د دولت وزارت وايي چې د غور ـ کابل او غور ـ هرات لار هم د واورو ورېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

یاد وزارت ویلي هڅه کوي چې د وضعیت تر ښه کېدو وروسته ددغه لارې خلاصولو عملیات پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، بغلان، کابل، سمنگان، بدخشان، تخار، کندز او سالنګونو کې د واورې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

XS
SM
MD
LG