د لاس رسي وړ اتصالات

د ازادو سیالیو په یوې هیجاني لوبې کې حبیب مک ګریګور مات کړ


حبیب نورمحمدوف د اکثریت مسلمان هیواد داغستان دی او کریګور د ایرلند دی.
حبیب نورمحمدوف د اکثریت مسلمان هیواد داغستان دی او کریګور د ایرلند دی.

د آزادو مبارزې (ام.ام.ای) په یوې هیجاني سیالۍ کې د نړئ مشهور لوبغاړي حبیب نورمحمدوف خپل پیاوړي سیال کانر مک ګریګور ته په څلورم راوند کې ماتې ورکړه.

حبیب نورمحمدوف د اکثریت مسلمان هیواد داغستان دی او کریګور د ایرلند دی.

د آزادې مبارزې دا هیجاني او د جنجال نه ډکه سیالي د امریکا په لاس ویګاس ښار کې وشوه او تر بري اعلانیدو وروسته دومره ډېره جنجالي شوه چې د مینه والو د لا ډېر خپگان د ویرې، حبیب نورمحمدوف ته د اتلولۍ کمربند په رینګ کې ورنکړل شو.

د ورزش د نړۍ د مشهورو لوبغاړو داغستاني حبیب نورمحمدوف او ایرلنډي کانر مک ګریګور ترمنځ د لوبې له پیل نه حبیب خپل مشهور حرکتونه کارول چې مک ګریګور راټینګ کړي. د لوبې په څلورم راونډ کې حبیب خپل سیال تر مرۍ راټینګ کړ او هغه ورته د تسلیمیدو اشاره وکړه.

خو تر لوبې وروسته اصلي ننداره پیل شوه. هغه دا چې د ایرلنډي کانر مک ګرګور پلویان له دغې پایلې خوښ نه وو، حبیب چې د هغوی بد او رد واوریدل نو د لوبې له رینګ نه یې د ننداره کوونکو منځ ته ځان وغورځوو او هلته له خلکو سره لاس او ګریوان شو.

حبیب تر لوبې وروسته یوې خبري ناستې ته وویل "هغوی زما دین،زما هیواد، زما پلار په هکله خبرې راته وکړې، دا څه دي چې دوی ېې په هکله خبرې کوي، نو ما ځکه له رینګ څخه بهر ټوپ کړ، زه نه پوهیږم ولې خلک ددې مسلو په هکله خبرې کوي، خو په دې اړه خبرې نه کوي چې هغه څه وکړل."

دغې لوبې د نړئ په کچه په تیره د حبیب په وطن کې غبرګونونه راپارولي دي.

په داغستان کې یو شمیر مینه وال وايي"دا زموږ په بریا پای ته ورسیده، اسلام ځان ثابت کړ، حبیب اتل دی، دلته ټول اتلان دي، دا ډیره خوندوره لوبه وه." "څو کاله کیږي زه د حبیب لوبې ګورم، زه نه پوهیږم دا خوښي څنګه څرګنده کړم، هغه ډیره ښه لوبه وکړه."

په ورته وخت کې د کارنر مک ګریګور یو مینه وال او د هغه د کاري ټیم غړی ټامي مارتین وايي"دا ډیره خوندوره لوبه وه، زه له ۲۰۰۷ کال راهیسې دا لوبې ګورم، دلته د یو ایف سي د یوه مینه وال په توګه راغلی یم، د یوه ایرلنډي په توګه دا د باور وړ نه وه."

د داغستان دغه مسلمان لوبغاړي له ۲۰۰۸ کال راهیسې ورزش ته مخه کړې ده او تراوسه ۲۷ لوبې کړې دي او ټولې یې ګټلې دي، په دغو لوبو کې یې اته په ناک اوټ، نهه په سب میشن حرکت، او لس یې د لوبې د داور د پریکړې پر اساس ګټلې دي.

او سیال یې مک ګریګور له ۲۰۰۸ کال راهیسې ۲۵ لوبې کړې دي چې یوازي په څلور کې یې ماتې خوړلې ده.

XS
SM
MD
LG