د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکايي لوبغاړی استرالیا کې پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور ونیول شو


دانوشکا ګناتیلاکا، د سریلانکا د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی
دانوشکا ګناتیلاکا، د سریلانکا د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی

په استرالیا کې د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام په لړ کې، سریلانکایي لوبغاړی دانوشکا ګناتیلاکا نن یکشنبې نومبر شپږمه (لړم ۱۵) د سیډني ښار په یو هوټل کې، چیرې چې هغه اوسېده، پر یوې ښځې باندې د جنسي تیري په تور ونیول شو.

پولیس وایي د شنبې په ورځ د یوې نهه ویشت کلنې ښځې د شکایت وروسته يي تحقیقات پيل کړي. دې ښځې ادعا کړې چې دې سریلانکايي لوبغاړي ورباندې سیډني ښار ته څېرمه په یوه کور کې جنسي تیری کړی دی.

ګناتیلاکا له خپل ټیم سره د نړیوال جام د لوبو دپاره سیډني ته تللی و.

پر هغه تور دی چې د چهارشنبې په ورځ یې پر دغه ښځې باندې له جنسي تیري مخکې، له څو ورځو راهیسې، له هغې سره د انټرنیټ له لارې تماسونه نیولي وو.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، په ۳۱ کلن ګناتیلاکا باندې د جنسي تیري څلور تورونه پورې شوي دي. محکمې ته د ویډیو له لارې د هغه د حاضرېدو غوښتنه رد شوېده او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ په فزیکي ډول محکمې ته حاضر کړل شي.

XS
SM
MD
LG