د لاس رسي وړ اتصالات

تیرکال په افغانستان کې پرجګړو ٩ میلیارد ډالر لګول شوي


د سولې او ډیموکراسۍ د یووالي موسسه په روان ۲۰۱۵ کال کې د تیرکال په نسبت د لا زیات د جنګ د مصرف وړاندوینه کوي.
د سولې او ډیموکراسۍ د یووالي موسسه په روان ۲۰۱۵ کال کې د تیرکال په نسبت د لا زیات د جنګ د مصرف وړاندوینه کوي.

په افغانستان کې د سولې او دیموکراسۍ د یووالي موسسه وايي چې په تیر ۲۰۱۴ میلادي کال کې پر جګړې او افراطیت نهه میلیارد او یو نوي میلون ډالر لګښت راغلی دی.

د سولې او دیموکراسۍ د یووالي موسسې مسول محمد ادریس عمرزاد نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې پرجګړې او افراطیت دا لګیدلې پیسې په افغانستان کې د ناخالصو تولیداتو د ۴۴ فیصدو سره برابرې دي

هغه وویل دغه اندازه پیسې د افغانستان د ۱۳۹۴ کال د ملي بودجې د ۱۱۳ فیصدو او د داخلي عوایدو د راټولیدو ۴ فیصدو سره برابرې دي.

ښاغلي عمرزاد د امریکا غږ ته وویل چې په لګیدلو پیسو کې د افغان حکومت او د هغو هیوادونو بیسې شاملي دي چې په افغانستان کې به جګړه کې ښکیل دی.

ښاغلی عمرزاد وايي چې د سولې او دیموکراسۍ د یووالي موسسې په تیرو اتو میاشتو کې په اتو مشخصو برخو کې سروې کړې او په افغانستان کې یې د مختلفو قشرونو له استازو په دې هکله سره خبرې کړي دي.

هغه وویل "یو زیات شمیر پیسې پر تداوۍ او د ټپیانو پر درملنې لګول کیږي چې د جګړو له امله زیان ویني، ټپیان کیږي او د بدن غړي‌ له لاسه ورکوي او آن په بهر کې یې درمنله کیږي دا هغه پیسې دي چې د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او نورو ادارو لخوا ورکول کیږي".

ښاغلی عمرزاد زیاتوي‌ چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي‌ له امله له پرمختیا او بیخ بنیاد سکتور څخه وروسته پوهنې په دویم ځای کې زیات ضرر لیدلی دی په داسې وخت کې چې په دریمه برخه کې د افغانستان روغتیا ته زیانونه اوښتي دي.

د سولې او ډیموکراسۍ د یووالي موسسه وايي په روان ۲۰۱۵ کال کې هم امنیتي وضعیت زیات خراب شوی دی او د ناامنیو لمن هم پراخه شوې ده او که چیرې وضعیت همداشان دوام پیدا کړي نو شونې ده چې جګړې او افراطیت لګښت له هغه څه زیات شي چې دوی په ۲۰۱۴ کال کې ښودلی دی.

د سولې او دیموکراسۍ د یووالي موسسې په اتو میاشتو کې د امنیت، د بیاراستنیدونکو، د زیانونو جبرانول، انساني پانګې او احتمالي عواید، روغتیا، پوهنې،د زیربنا له منځه تلل او کډوالو په برخو کې د مسلو په هکله سروې کړې ده.

ددغې سروې مالي ملاتړ د امریکا د متحده ایالتونو د سولې انستیتیوت کړی دی.

د امریکا د سولې انستیتوت مشر شاه محمود میاخیل وايي چې په اوږد مهال کې د جګړې پراخیدل د نا سالمې ټولنې د جوړیدو سبب کیږي.

ښاغلی میاخیل زیاتوي که د یوې کورنۍ غړی په جګړې کې وژل کیږي ماشومان یې بې سرپرسته پاتې کیږي او ددغو ماشومانو لویدل د ناروغې ټولنې د جوړیدو په معنی ده.

ښاغلي میاخیل وویل "که موږ په بازار کې وګورو خلک په ډیرو کوچنیو شیانو جګړه کوي چې دا په خپله د جګړې یو لامل دی چې په کورنیو او ټولو یې اغیزه کړې ده".

ښاغلی میاخیل وړاندې وايي‌ تر هغې چې ټول خلک په ټولنه کې په فعاله توګه ونډه وانخلي او پر مسایلو بحث ونه شي نو شونې نه ده چې جګړه په افغانستان کې پای ته ورسیږي.

کارپوهان هم په دې باور دي چې د څه باندې نهه میلیارد ډالرو لګښت ددې پرځای چې په افغانستان کې د بیارغونې او پرمختګ په برخو کې ولګول شي پر جګړې او افراطیت لګول به د ټولنې لپاره زیات زیانونه په راتلونکې کې وزیږوي.

XS
SM
MD
LG