د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پولیو واکسین بریالی کمپاین


د پکتیکا روغتیايي مسوولین وایي په برمل ولسوالۍ کې ۹۰ فیصده د هدف وړ ماشومانو ته د فلج ساري ناروغۍ ضد واکسین تطببیق شو.

د روان ۲۰۲۰ مېلادي د جنورۍ میاشتې په ۲۷مه په افغانستان کې د پولیو ضد واکسین سراسري کمپاین پلی شو. د پکتیکا روغتیايي مسوولینو په خبره د دې کمپاین پر مهال د ځینو ستونزو له کبله په برمل ولسوالۍ کې دغه کمپاین له څو ورځني ځنډ وروسته پیل او د سیمې د خلکو په همکارۍ په بریالتیوب پای ته ورسېده.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر اسدالله رسولي امریکا غږ ته په دې ولسوالۍ کې موجودې ستونزې مشخصّ نکړې، خو د ولس د همکارۍ نه په مننه یې وویل چې د دې ولسوالۍ ډېری ماشومان د پولیو ناروغۍ پر ضد واکسین شول.

ښاغلي رسولي وویل: "له خلکو مو هیله دا ده چې د واکسین له صحي ټیمونو سره هر وخت مرسته وکړي، په دې سره به د دوی ماشومان واکسین او د فلج له خطرناکې ناروغۍ څخه به وساتل شي".

د برمل ولسوالۍ یو تن مدني فعال پاینده خان وزیري وایي، چې په برمل کې د پولیو ضد کمپاینونه د شخصي غرضونو ښکار شوي دي: "دا مشکل چې حل کیږي باید قومي جوړ جاړی وشي، ځکه دا مخالفتونه په دې اساس راپورته شوي دي چې یو قوم وایې چې ستا کس به زما طرف ته نه راځي او بل وایې ستا کس به زما طرف ته نه راځي.”

د همدې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی محمد آصف په دې ولسوالۍ کې د صحي رضاکارانو شمیر کم بولي، او زیاتوي چې د صحي رضاکارانو کمبود د برمل د ځینو سیمو ماشومان له پولیو ضد واکسین څخه بې برخې کړي دي.

نوموړی وایي: "برمل ولسوالۍ د نورو ولسوالیو په پرتله یوه لویه ولسوالۍ ده، څومره چې د واکسیناتورانو ضرورت دی هغومره شتون نه لري، او بل دا چې په دې والسوالۍ کې د نورو سیمو کسان کار کوي چې په برمل کې بلد نه دي."

برمل د پکتیکا له سرحدي ولسوالیو څخه ده چې د پاکستان له پولې سره نږدې پرته ده. له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې په دې ولسوالۍ کې ۹ ماشومان د پولیو په ناروغۍ اخته شوي، چې ډیری یې د پولې بلې غاړې وزیرستاني کډوال وو.

XS
SM
MD
LG