د لاس رسي وړ اتصالات

د سودان صدراعظم استعفا وکړه


د سودان صدراعظم عبدالله حمدوک خپله دنده پریښوده.
د سودان صدراعظم عبدالله حمدوک خپله دنده پریښوده.

د سودان د ملکي حکومت صدراعظم عبدالله حمدوک د یکشنبې په ورځ جنوري دویمه (غبرګولي۱۲) پداسې حال کې خپله دنده پریښوده چې د پوځ لخوا د مظاهره چیانو ځپل روان دي.

د ښاغلي حمدوک په استعفا سره په سودان کې د هیواد کنترول په بشپړه توګه پوځ ته په لاس ورغی. ښاغلي حمدوک د یکشنبې په ورځ په ملي تلویزیون کې وینا وکړه.

هغه وویل، "کوښښ مې وکړ چې هیواد بدمرغۍ په لور ولاړ نشي. سودان د یوې خطرناکې نقطې څخه تیریږي چې ټول پایښت یې په خطر کې دی."

ښاغلي حمدوک وویل چې د واک د لیږد د عناصرو "ملکیانو او نظامیانو" تر منځ شخړې او جنجالونه په هیواد کې د ګډوډۍ سبب شو. هغه وایي "د اجماع لپاره مې هر څه چې په وس کې و، ومې کړل، خو دا کار ونشو.

په سودان کې د ۲۰۱۹ راپدیخوا چې پخوانی دیکتاتور عمر البشیر د ولسي پاڅون نه وروسته له واکه لیرې شوی د پوځیانو څخه ملکي ادارې ته د واک د سپارلو لپاره مظاهرې کیږي.

خو پدې هیواد کې ګډوډي وروسته تر هغه ډیره شوه چې د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح البرهاني د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په میاشت کې کودتا وکړله او صدراعظم حمدوک یې ونیوه.

خو تقریباً یوه میاشت وروسته د نومبر په ۲۱ نېټه پوځ یوې معاملې له مخې صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته په خپل مقام کښیناوه او ژمنه یې وکړه چې د ۲۰۲۳ د جولاۍ په میاشت کې به انتخابات کوي. په سودان کې سیمه ایز مطبوعات وایي چې صدراعظم عبدالله حمدوک څو ورځې کیږي چې خپل دفتر ته ندی تللی.

په سودان کې د پوځ لخوا د صدراعظم عبدالله حمدوک بېرته د واک په ګدۍ تر کښینولو وروسته هم پراخې مظاهرې روانې وې. مظاهره چیان د سابقه دار جنرال برهان په هغې ژمنې باور نلري چې وايي په هیواد کې به بشپړه دیموکراسي راولي.

په دغه هېواد کې د یکشنبې په ورځ زرګونه مظاهره چیان پداسې حال کې د ښار لارو کوڅو ته راوتلي وو او د پوځ څخه یې ملکیانو ته د واک انتقال غوښت چې امنیتي ځواکونو په مظاهره چیانو اوښکې بهونکی ګاز کاراوه، مخابراتو کار نه کاوه او ګڼ شمیر پوځیان هم په ښار کې ګمارل شوي وو.

د ډاکټرانو دیموکراسۍ پلوې کمیټې ویلي چې امنیتي ځواکونو درې مظاهره چیان وژلي. د پخوانیو مظاهرو په شان دا ځل هم چارواکو په سړکونو کې خنډونه ایښي چې مظاهره چیان ونشي کړی له یو ځای څخه بل ځای ته ولاړ شي. په ځینو لارو کې کانټیرونه ایښودل شوي.

XS
SM
MD
LG