د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب کې ځانمرګي برید ۱۹تنه وژلي دي


په فاریاب کې چارواکي وایي چې د برید اکثره قربانیان ملکي کسان دي چې د برید په وخت یې د المار ولسوالۍ په بازار کې سودا اخیسته.
په فاریاب کې چارواکي وایي چې د برید اکثره قربانیان ملکي کسان دي چې د برید په وخت یې د المار ولسوالۍ په بازار کې سودا اخیسته.

د فاریاب په ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې نن د غرمې لږ وړاندې ددغه ولایت د المار په ولسوالۍ کې په یو ځانمرګي برید کې نولس ملکي وګړي وژل شوي او دودیرش نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید مسعود یعقوبي امریکا غږ ته وویل چې یو ځانمرګي بریدګر نن په یولس بجو او څلویښت دقیقو ځان پورې تړلې چاودیدونکي توکي په بازار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وچول چې له امله یې زیات شمیر ملکي کسان مړه او ټپیان شول.

ښاغلی یعقوبي وایي چې د برید په وخت د المار د ولسوالۍ په بازار کې خلکو ورځنۍ سودا اخیستله چې د برید زیات شمیر قربانیان هم همدا ملکي کسان دي.

چارواکي وایي چې د لسو ټپیانو روغتیایي وضیعت ښه نه دی.

همداشان امنیتي چارواکي وایي چې تراوسه د بریدکوونکي د برید هدف څرګند شوی نه دی.

د المار ولسوال محمد صالح امریکا غږ ته وویل چې پیښه هغه وخت رامخې ته شوه چې د برید په ځای کې یو شمیر امنیتي کارکوونکي هم راټول شوي وو.

د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د دغه ولایت په ناامنو ولسوالیو کې شمیرل کیږي.

تیره شپه په همدې ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دوه ازبکستاني طالبانو په ګډون لس طالبان وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG