د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د انتخاباتو کمیسیون پر کارکوونکو د برید مسولیت ومانه


د داعش ډلې د دغه برید مسولیت منلی
د داعش ډلې د دغه برید مسولیت منلی

د کابل پولیس وايي، چې نن سهار (لړم/عقرب ۷) شاوخوا اته بجې د ښار په نهمه ناحیه کې د ځانمرګي برید له امله یو پولیس وژل شوی او شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د داعش ډلې د دغه برید مسولیت منلی دی. دغې ډلې په منسوبې ویپاڼې، اعماق، کې دا ادعا شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر احمد مجاهد امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې بریدګر پلی وو او هدف ته له رسیدو مخکې د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوی دی.

هغه زیاته کړه "چاودیدونکي مواد چې ورسره وو هغو چاودنه کړې او څلور تنه ملکي کارکوونکي او دوه پولیس په دې پېښه کې ټپیان شوي دي، دوی ملکي کارکوونکي دي، احتمالاً د انتخاباتو د کمیسیون کارکوونکي وو".

ښاغلي مجاهد وویل، چې سیمه د پولیسو له خوا کلابند شوې او د پېښې په تړاو پلټنې پیل شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې دوه ټپیان د پېښې له ځای څخه د وزیر اکبر خان روغتون ته انتقال شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون وايي، چې برید د کمیسیون د کارکوونکو د عملې پر موټر شوی دی.

د دغه کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې په برید کې د انتخاباتو د کمیسیون یو شمیر کارکوونکي ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG