د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې د قابلو پر روزنیز مرکز د وسله والو برید پای ته ورسید


د جلال اباد په دریمه حوزه کې د شنبې د ورځې برید په دغه سیمه کې پر یو روغتیایي روزنیز مرکز شوی دی.
د جلال اباد په دریمه حوزه کې د شنبې د ورځې برید په دغه سیمه کې پر یو روغتیایي روزنیز مرکز شوی دی.

د جلال اباد ښار درېیمه ناحیه کې د شنبې د ورځې (زمري ۶مه) د قابلو د روزنې پر مرکز برید له اوه ساعته جګړې وروسته نن ماښام شاوخوا ۶ بجې پای ته ورسېد.

د ننګرهار امنیه قوماندان جنرال غلام سنايي ستانکزي د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې په ننني برید کې دوه ځانمرګي بریدګرو برخه لرله، چې لومړي یې د برید په سر کې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوهم امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه برید کې قابلو د روزنې دوه اداري کارکوونکي وژل شوي او اوه تنه، چې څلور یې اداري کارکوونکي او درې یې امنیتي کارکوونکي دي ټپیان شوي دي.

د قابلو د روزنې په دې مرکز کې د ننګرهار د ولسوالیو په کچه ښځینه قابله ګانې روزل کېدې.

په دغه مرکز باندې نن سهار لس نیمې بجې دوو بریدګرو برید وکړ، چې مازیګر څه کم شپږ بجې دغه برید پای ته ورسېد.

عیني شاهدان وايي لومړی ددغه روزنیز مرکز په دروازه کې زوروه چاودنه شوې او وروسته بریدګر دننه ننوتي دي.

چارواکي وايي د روزنیز مرکز ټول کارکوونکي خوندي ځایونو ته ویستل شوې دي.

تر اوسه ددغه برید مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دي اخیستی.

دمخه معلومات

د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن د شنبې د ورځې (زمري ۶مه) شاوخوا یوولس نیمې بجې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په دریمه حوزه کې پر یو روغتیايي روزنیز مرکز وسله ډله ییز برید کړی دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي تراوسه د برید له ځایه درې سړي، چې په دغه برید کې ټپیان شوي وو روغتون ته لیږدول شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، دا برید د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې اړوند د قابله ګانو پر روزنیز مرکز شویدی.

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا د ریاست ویاند انعام الله میاخیل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د د قابلو د روزنې د مرکز پر ودانۍ د برید پر وخت په دغه ودانۍ کې تر اویاو پورې زده کوونکې حاضرې وې، چې د ښاغلي میاخیل پر وینا اکثره یې له ودانۍ خوندي ځایونو ته لیږدول شوي دي.

یو عیني شاهد سیمع الله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د لومړۍ چاودنې وروسته د سپکو وسلو ډزې پیل شوې، چې غږونه یې لا هم اوریدل کیږي.

سیمع الله وویل، چې تر اوسه د برید له ځایه د پنځه چاودونو غږونه اوریدل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی برید مني خو په دې اړه نور معلومات نه ورکوي.

سیمه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبربال ذبیح الله غازي وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د برید ځای ته رسیدلي او د بریدګرو پر وړاندې یې عملیات پیل کړي دي.

د دغه برید مسولیت لا کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG