د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی


د ننګرهار په امنیې قوماندانۍ د تیرې شپې برید نږدې پنځه ساعته دوام وکړ چې د پنځه بریدګرو په وژلو پای ته ورسید.
د ننګرهار په امنیې قوماندانۍ د تیرې شپې برید نږدې پنځه ساعته دوام وکړ چې د پنځه بریدګرو په وژلو پای ته ورسید.

د ننګرهار پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز وسله وال برید د پنځه بریدګرو په وژنه او د ۱۱ پولیسو پر ټپي کېدو په داسې حال کې پای ته ورسېد چې تېره شپه په پاو کم ۱۱ بجو د قوماندانۍ په دروازه کې د موټر بم په چاودنه پیل او بیا وروسته توده جګړه نښتې وه.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاء عبد الزي امریکا غږ ته وویل،چې په لمړي سر کې دوه موټر بم چاودنې شوي او تر څلور ساعته جګړې وروسته پنځه بریدګر له منځه تللي دي.

پولیسو یو ځانمرګی بریدګر چې د تیرې شپې په برید کې ټپي شوې و هم خبریالانو ته وښود.

هغه وايي په دغه بریدونو او جګړه کې پنځه عام وگړي او شپږ پولیس هم زخمیان شوي دي.

د امنیه قوماندانۍ دننه د جګړې او بریدونو په ځای کې د وسله والو دوه جسدونه هم پراته وو،چې د عامه نظم دریشۍ یې په تن وې او په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو.

د ننګرهار ملکي روغتون یو نوکریوال ډاکټر د ۱۱ ټپي پولیسو لیست خبریالانو ته وښوده او ویې ویل،چې دوی ته په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسلولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي،چې ګڼ حکومتي کسان یې په دغه ډله ییزه حمله کې وژلي دي.

ددغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي،چې ملګرو یې د تروریزم په مدیریت کې په هغه جلسه برید کړی،چې بهرنیان هم پکې راټول شوي وو.

د برید په خوا کې د کورنو استوګن وايي، چې په دغه برید کې د ګڼو کورنو شیشې ماتې شوي او دوی ټوله شپه په ویښه تېره کړې ده.

د پېښې یو عیني شاهد اسرار الله امریکا غږ ته وویل،چې د قوماندانۍ مخامخ یې په یوه پلازه کې کوټه نیولې او هره شېبه ورسره د خپل مرګ وېره ملګرې وه. هغه وایی کشفي او امنیتي ادارې باید ډیرې فعالې شي.

په ننګرهار کې دغه ډول ډله ییز ځانمرګي بریدونه دا څه موده ساړه وو، خو تازه پېښې یو ځل بیا ډېر خلک اندیښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG