د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې خونړۍ جګړه؛ ۳۱ شکمن ماویست یاغیان او دوه پولیس وژل شوي


پولیس وايي چې د هند په مرکزي برخه کې د یکشنبې په ورځ فبروري نهم (سلواغې ۲۱) په یوې خونړۍ نښتې کې لږ تر لږه ۳۱ شکمن ماویست یاغیان او دوه پولیس افسران وژل شوي دي.

د هند د چهتیسګړ ایالت د پولیسو عمومي مفتش پټیلینګم سندرراج اسوشیتید پرس ته وویل سلګونو پولیسو او نیمه پوځي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په اساس د دې ایالت د اندراوتي سیمې په ځنګلونو کې د یاغیانو پر ضد عملیات پیل کړل.

سندرراج وويل د پلټنې د عملیاتو پر مهال په ځنګل کې جګړه پيل شوه چې له کبله يې لږ تر لږه ۳۱ وسله‌وال او دوه پوليس ووژل شول. د هغه په وینا په دې نښته کې دوه نور پوليس ټپيان شول.

سندرراج زیاته کړه چې لا هم په سيمه کې د پلټنې عمليات دوام لري او سرتېرو يو شمېر وسلې او مهمات چې په کې اتومات ټوپکونه هم شامل دي ترلاسه کړي دي.

ماویست یاغیانو سمدستي د دې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.

د پولیسو یو افسر جتیندرا یادو وویل چې دا په روان کال کې له یاغیانو سره تر ټولو لویه او په چهتیسګړ کې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې دویمه لویه نښته ده.

د جنوري په ۳۱ د دې ایالت په بیجاپور ولسوالۍ کې له حکومتي ځواکونو سره په یوه نښته کې اته یاغیان ووژل شول او له هغې وړاندې د همدې میاشتې په ۲۳ په ګاري بند ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۶ یاغیان ووژل شول. د هندي چارواکو په وینا حکومت د دغو یاغیانو پر ۱۲ غړو باندې د شاوخوا ۳۴۵زره ډالرو انعام ایښی دی.

د هند پوځ له ۱۹۶۷ کال راهیسې د دې هېواد په څو مرکزي او شمالي ایالتونو کې د ماویست یاغیانو سره په جګړه بوخت دي. دا یاغیان چې د ناکسالیتانو په نوم هم یادېږي د چین د انقلابي مشر مایوتسه تونګ څخه الهام اخلي او له طبیعي زیرمو څخه د سیمې بې وزله اصلي اوسېدونکو ته د حق غوښتنې لپاره مبارزه کوي.

دغو یاغیانو په تېرو کلونو کې د هند پر پولیسو باندې بریدونه کړي، حکومتي دفترونه یې ویجاړ کړي او یو شمېر دولتي چارواکي یې له ځان سره تښتولي دي.

همداشان د هند دولت ضد یاغیانو په دې هېواد کې د اورګاډي پټلۍ په بمونو الوزولي او د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره یې پر زندانونو بریدونه کړي. دوی پر وسلو د ځان د سمبالولو لپاره د هند د پولیسو او نیمه پوځي ګودامونو څخه وسلې او مهمات هم غلا کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG