د لاس رسي وړ اتصالات

سویډن هغو کډوالو ته چې په خپله خوښه خپلوهېوادونو ته ستنېږي، ۳۴زره ډالر ورکوي


د سویډن حکومت د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۲ (سنبله۲۲) وویل چې کډوالو ته به تر ۳۴زره ډالرو پورې ورکوي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي، د دې کار هدف دا دی چې ډېر کډوال وهڅول شي له سویډن څخه ووځي.

د سویډن د کډوالو وزیر یوهان فورسل په یو خبري‌ کنفرانس کې وویل چې حکومت یې د کډوالو په اړه په خپلې پالیسۍ کې د تغیر په حال کې دی.

د نوي پلان له مخې هغه کډوال چې له ۲۰۲۶ کال څخه وروسته په خپله خوښه له سویډن څخه خپلو هېوادونو ته ستنېږي، تر ۳۵۰زره سویډني کرونو (۳۴۰۰۰ډالر) پورې به ورکړل شي.

دا مهال هر هغه کډوال چې په خپله خوښه له سویډن څخه وځي، تر ۱۰۰۰۰ سویډني کرونور پورې ورکول کېږي. د هر ماشوم په سر ۵۰۰۰ ورکول کېږي، چې د کورنۍ په سر تقریبآ۴۰۰۰۰ سویډني کرون ور کېږي.

د سویډن د دیموکرات ګوند غړي لودویګ اسپلنګ وايي چې له ۱۹۸۴ کال راهېسې کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره د تشویقي پېسو د ورکولو پروسه روانه ده. دا ګوند وايي چې دا مرستې کمې دي او ډېر کم خلک ترې کار اخلي. د دغه لودویګ اسپلنګ وویل که دا مرستې زیاتې شي او ډېر خلک پرې خبر شي، ډېر به ترې برخمن شي.

د سویډن محافظه کاره صدراعظم اولف کریسټن، ‌چې په ۲۰۲۲ کال کې یې واک ترلاسه کړ او ایتلافي حکومت یې جوړ کړی، ژمنه وکړه چې د کډوالو مخه به نیسي.

له ۱۹۹۰ کال راهېسې سویډن ته ډېر کډوال تللي دي چې اکثریت یې د جنګ ځپلو هېوادونو لکه افغانستان، سوریه، سومالیا او عراق دي، خو د سویډن حکومت له کلونو کلونو راهېسې له ستونزو سره مخامخ دی چې کډوال په خپلې ټولنې کې مدغم کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG