د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې- سوریې په سرحد کې نښتو خلکو ته مرګه ژوبله اړولې ده


د سوریې په عفرین کې د ترکي پوځیانو او کردي ملیشو ترمنځ په روانو نښتو کې د مرګ ژوبلې شمېر مخ په زیاتېدو دی.

د سوریې او ترکیې د سرحد په دواړو خواوو کې میشتې کورنۍ د خپلو عزیزانو پر وژل کېدو غمجن دي.

د ترکيې پوځیانو د آزادې سوریې د قواوو په ملتیا اوس د سوریې په شمال کې د کردي ملیشو پر ضد مبارزه پیل کړې ده. د ازادې سوریې پوځ په ۲۰۱۱ کال کې د بشارالاسد د رژیم پر ضد د جګړې لپاره جوړ شو او امریکا یې قسماً ملاتړ وکړ.

د ترکیې او سوریې په سرحد کې د ریحانلي په ښارګوټي کې په متقابلو ډزو کې څلور کسان ووژل شول او د جنورۍ میاشتې له شملې نیټې څخه راپدې خوا پدې سیمې کې سلګونه کسان زخمیان شوي دي.

د یو وژل شوي کس ځوی حسین وایې چې له خپلې کورنۍ سره بازار ته روان و چې د سپرلۍ پر موټر یې راکټ ولګید.

په عفرین کې د روانو جګړو ډیر معلومات تائید کیدای نشي ځکه چې خبریالان هلته په اسانۍ تللی نشي.

ترکیه وایې چې د کردي ملیشو پر ضد یې عملیات د خپلو سرحدونو د امنیت په خاطر پیل کړي دي. د سوریې یاغي جنګیالي وایې چې دوي اجازه نه ورکوي چې کردان مستقل هېواد جوړ کړي.

د ملکیانو په شمول په دواړو طرفونو کې سرتیري وژل شوي او په سیمې کې یو قومي جنجال په راټوکېدو دی.

د ترکیې- سوریې په سرحد کې نښتو خلکو ته مرګه ژوبله اړولې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:08 0:00

XS
SM
MD
LG