د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه وایي د اسرایلو توغندي یې راغوځار کړي


د سوریې حکومت ادعا کړیده چې د اسرایلو د توغندیو یو برید یې ناکامه کړیدی.

داسې رپورټونه خپاره شوې و چې اسرایلو په سوریې توغندي وار کړیدي چې اوازونه یې د دمشق پورې اوریدل شوي و.

د سوریې حکومتي چارواکي وایي چې د شنې په ماښام اسرایلو د دمشق په هوایي ډگر د توغنیدو برید وکړ چې د سوریې دفاعي قواو وویشتل او راغوځار یې کړ.

د سوریې دولتي ټلویژن سنا ځینې عکسونه هم خپاره کړیدي چې پکې د توغندیو په نښه کول او راغورځول ښودل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په سوریې د اسرایلو د توغنیدو د برید دغه ادعا د سوریې یو لوړپوړي پوځي چارواکي کړیده.

برتانیه کې میشتې د سوریې د بشر د وضعیت د څار ډلې ویلي چې د شنبې د ورځې د دغو بریدونو هدف د سوریې د حکومت د اتحادي لبناني ملیشې، حزب الله او ایراني عسکرو په نښه کول و.

دغه ډله وایي چې اسرایلو چې د کوم ځاې د ویشتلو کوښښ کړیدی، پدغه ځاې کې وسلو زیرمې دي او هغه به په سوریې کې فعالې د حزب الله ډله او د ایران عسکر کارولې.

دغه ډله دا هم وایي چې د توغندیو د نښه کولو په پښې کې ځاني تاوان ندې رسیدلی خو ځینې ودانۍ یې ویجاړې کړیدي.

اسرایلو تروسه پورې غبرگون ندی ښودلی خو اسرایلو په سوریې کې څو وارې په پوځي اډو بریدونه کړیدي او وایي چې هغوي به په سوریې کې خپل دښمن په نښه کوي

XS
SM
MD
LG