د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې ۷۵۰۰۰ کډوال د اردن په سرحد کې ګير پاتې دي


د بخښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ د سوریې کډوال هير کړي دي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي نړۍ د سوریې کډوال هير کړي دي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي د سوریې او اردن پر ګډه پوله ۵۷۰۰۰ (پنځه اویا زره) سوریايي کډوال ایسار پاتې دي او د لوږې او خوراکي موادو د کموالي له کبله سلګونه کسان د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

دغه سازمان د جمعې په ورځ په خپل یو راپور کې وویل چې دغو کډوالو ته د بشري او طبي مرستو ورسولو ټولې لارې تړل شوي دي.

د بشري حقونو ډلو د دغو کډوالو د ژوند په اړه ځینې خواشینونکې ویډیوګانې هم ترلاسه کړي دي، چې کډوالو په کې له خاورو ښځلو او ډبرو څخه ځانونه ته سرپناوې جوړې کړي دي؛ دا ویډیوګانې ښيي چې نړۍ دغه لسګونه زره انسانان هیر کړي دي.

راپورونه وايي په یو کال کې په دغې سرحدي سیمه کې د ګډوالو شمېر له سلګونو څخه لسګونه زرو ته ورسېده.

د بخښنې نړیوال سازمان یوه چارواکې سارا هشاش امریکا غږ ته وویل له کومو خلکو سره چي دوی غږېدلي معلومیږي چې هلته بشري حالت خرابه دی" خلک وايي خواړه په خلاصېدو دي، ناروغۍ ورځ په ورځ زیاتیږي او ځینې خلک د ناروغیو له کبله مري او که ډاکټران او درمل ورسېدلي وای شاید د ډېرو خلکو ژوند ژغورل شوي وای".

د سوریې او اردن ترمنځ دغه سرحد چې د "بریم " په نامه یادیږي، د جون په میاشت کې د داعش ډلې له یو ځانمرګي برید وروسته وتړل شو، په دغه ځانمرګي برید کې د اردن شپږ سرتېري ووژل شول.

مېرمن هشاش وویل د سرحد امنیتي مسایل درک کولی شي، خو د اردن چارواکي باید د بشري حقونو قانون ومني او بشري مرستو ته دې اجازه ورکړي.

امنیسټي انټرنشنل داسې مهال دا خبره کوي، چې ټاکل شوې په متحدو ایالتونو کې د سوریې د کړکیچ په اړه د لوړې کچې دوه غونډې وشي.

په سوریه کې له څو کلونو راهیسې جنګ روان دی، چې سلګونه زره خلک په کې ووژل شول، ژوبل شول او له خپل هېواد نه مهاجر او کډوال شول، دغه بهیر لا هم روان دی.

XS
SM
MD
LG