له تاجیکستان څخه تیره میاشت لسګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استول شوي او اوس د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له دغه هېواد څخه غوښتي چې د افغان کډوالو شړل پای ته ورسوي.
په زرګونو افغانان د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په تاجیکستان کې مېشت دي. ځینې دا کسان د شوروي د یرغل په کلونو کې، ځینې نور یې په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له راتګ وروسته او یو شمېر یې د طالبانو د واکمنۍ د دوو دورو پر مهال له افغانستان څخه وتلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) فرنس پرس اژانس ته وویل چې "یو ان اچ سي ار د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې د لږ تر لږه ۸۰ افغان کډوالو په زور ایستل کېدو له قضیې څخه خبر دی." او زیاته کړې یې ده چې "زیاتره دغو کسانو" د مهاجرت کارتونه او لازم اسناد لرل.
د کډوالو عالي کمیشنرۍ د شنبې په ورځ فرانس پرس ته په لیږل شوي ایمیل کې زیاته کړې: "د داسې کسانو شړل چې له شکنجې او د بشري حقونو له داسې نورو جدي سرغړونو سره مخامخ کیدی شي، د تاجیکستان د مهاجرت د قوانینو خلاف کار دی."
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه په تاجیکستان کې شاوخوا ۹۰۰۰ افغان کډوال پاتې وو.
تاجیکستان وايي، په دغه هېواد کې میشت افغان کډوال تقریبا ټول هغه حقوق لري چې د تاجیکستان اتباع ورڅخه برخمن دي. خو د بشري حقونو ملاتړې ډلې خبرداری ورکوي چې له تاجیکستان څخه شړل شوي کسان د شکنجې او نیول کېدو له خطر سره مخامخ دي.
تاجیکستان او افغانستان قوي کلتوري او ژبنۍ اړیکې لري، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې یې اړیکې ترینګلې شوې دي.
د منځنۍ اسیا د نورو مشرانو برخلاف، د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان پر طالبانو باندې په ځانګړې توګه له تاجیکانو سره د هغوی پر چلند باندې نیوکه کړې ده.
له افغانستان سره د ګډې پولې لرونکو نورو هېوادونو لکه پاکستان او ایران هم په دې وروستیو کلونو کې زیات شمېر افغانان له خپلې خاورې په زور ایستلي دي.
فورم \ دبحث خونه