د لاس رسي وړ اتصالات

د شیرخان پر بندر د سوداګریزو مالونو لیږد بیرته پیل شو


تاجکستان تیره اونۍ افغانستان سره خپل سرحد په یواړخیز ډول وتړه، خو تیره ورځ په دې سرحد د مالونو لیږد رالیږد بیرته پیل شو
تاجکستان تیره اونۍ افغانستان سره خپل سرحد په یواړخیز ډول وتړه، خو تیره ورځ په دې سرحد د مالونو لیږد رالیږد بیرته پیل شو

د افغانستان او تاجکستان تر منځ سرحد د تجارتي مالونو د صادراتو او واریداتو لپارهتیره ورځ بیرته پرانستل شو.

تاجکستان د افغانانو پر مخ د شیرخان بندر سرحدي دروازه له تیرو څو ورځو راپه دیخوا تړلې وه.

د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي چې له پرون راهیسې د تاجکستان او افغانستان تر منځ د شیرخان بندر سرحدي دروازه یوازې د سوداګریزو مالونو د صادراتو او واریداتو لپاره پرانستل شوې ده.

تیموري زیاتوي چې تجارتي سرحدي دروازه اوس هم د هغو افغانانو پر مخ تړلې ده چې د سیاحت لپاره ځي, خو تاجکي موټرې له تاجکستان څخه تجارتي توکي افغانستان ته را اړوي او له دیخوا واریداتي او ترانزیټي مالونه تاجکستان ته وړي.

هغه وایي چې کیدای شي د شیرخان بندر دروازه د نوي عیسوي کال د پیل او کریسمیس د لمانځلو په مناسبت د تاجک چارواکو له خوا تړل شوي وي.

تیموري وایي چې لا تر اوسه پورې د تاجکستان له خوا دشیرخان بندر د لارې د بندیدو علت نه دی معلوم.

هغه وایي چې اوس افغان سوداګر کولای شي خپل تجارتي مالونه د تاجکي موټرو په مرسته تاجکستان ته انتقال کړي.

له تیرو څو ورڅو را په دیخوا د شیرخان بندر سرحدي تجارتي بندر د سوداګرو د مالونو او افغان سیاحت کوونکیو پر مخ تړل شوی و, خو له پرون راهیسې دغه بندر یوازې د سوداګریزو مالونو د وړلو راوړلو په خاطر پرانستل شوی, خو اوس هم افغانانو ته تاجکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي.

د افغانستان د بدخشان ولایت د سرحدي سیمو اوسیدونکي د لارو د سختوالي او د سرکونو د نشتوالي له امله لومړی له شیرخان بندر څخه تاجکستان ته اوړي او بیا د تاجکي بدخشان په سیمه کې خپلو کلیو ته ځي.

د افغانستان د بدخشان ولایت د سرحدي سیمو خلک تجارتي مالونه هم لومړی تاجکستان ته اړوي او له هغه ځایه یې بیرته د تاجکستان او افغانستان تر منځ په جوړو شویو پلونو افغانستان ته را اړوي.

ددغو سرحدي سیمو خلک وايي چې که دوي ته تاجکستان ته د تګ اجازه ورنه کړل شي نو د ژمي پر وخت به د غذايي موادو له کمبود سره مخ شي او خپلو سیمو ته تګ به ورته سخت تمام شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG