د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو خپلو کورونو ته د کورنیو بې ځایه شویو ستنول پیل کړل


طالبانو خپلو سیمو ته د هغو کورنیو بې ځایه شویو بیرته استول پیل کړي چې د اګست په میاشت کې د پخواني افغان حکومت د ځواکونو پرضد د طالبانو د بریدونو له امله د افغانستان په شمال کې بې ځایه شوي و او د کابل په یوه پارک کې یې اړولي‌ و.

د دغو بې ځایه شویو کورنیو د استولو بهیر د شنبې په ورځ اکټوبر ۹ ( تلې ۱۷) پیل شو. د کابل ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رئيس قاري عبدالمتین احمدزي اسوشیټد پرس ته وویل، حکومت له دغو کډوالو سره د مرستې وس نه لري په همدې خاطر غواړي دوی بیرته خپلو اصلي مینو ته واستوي.

هغه وویل: "مونږ له انجیوګانو او په کابل کې له نورو خیریه موسسو غواړو چې په دې برخه کې مرسته وکړي."

د طالبانو یوه بل چارواکي وویل د تیرو جګړو له امله ۱،۳ میلیونه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي او دوی دومره پیسې نه لري چې ټول بیرته خپلو سیمو ته ولېږدوي.

هغه وویل طالبانو تر دې دمه ۱۰۰۵ بې ځایه شوې کورنۍ خپلو کورونو ته ستنې کړیدي.

ډیر شمیر بې ځایه شوې کورنۍ اوس هم د کابل د کډوالو په یوه کمپ کې خپلو کورونو ته د ژمي له رارسېدو مخکې د ستنېدو فرصت ته انتظار دي.

یوه ډله کډوال په کابل کې د بې ځایه شویو له یوه کمپ څخه د شنبې په ورځ په بسونو کې خپلو کورونو ته ستانه شول.

دغه کډوال په داسې حال کې بیرته شمالي ولایتونو ته ستنیږي، چې د جمعې په ورځ د کندز په ولایت کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې د ځانمرګي برید له امله شاوخوا ۴۶ کسه ووژل شول او ډیر شمیر نور ټپیان شول.

شکریه چې په کابل کې یې د بې ځایه شویو په کمپ څو اونۍ تیرې کړي د طالبانو له خوا دوی ته په کرایه نیول شوي بس کې په کندز کې بیرته خپل کور ته ستنیږي. هغې وویل د طالبانو او داعش ترمنځ په راتلونکي کې د جنګونو په اړه کومه اندېښنه نه لري بلکه ټوله اندېښنه یې د خپل راتلونکي په هکله ده، ځکه کور یې د پخواني حکومت د ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړو کې وران شوی.

هغې وویل:" په دې خپه یمه چې کور مو په جنګونو کې وران شوی، ژمی را روان دی. لرګي نه لرو، ډوډۍ او اوبه نه لرو. زه ښځه یمه. څنګه د دې ټولو غم وخورم، له کوم ځایه دغه شیان ترلاسه کړم."

لوړپوړي امریکايي چارواکي د شنبې او یکشنبې په ورځو د اکټوبر په ۹ مې او ۱۰مې ( تلې ۱۷ او ۱۸) په دوحه کې د طالبانو د کابینې له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کوي.

د دواړو خواوو چارواکي وايي،خبرې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو د کنټرولو او له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او افغانانو د تخلیې د بهیر په دوام باندې متمرکزې دي.

طالبانو د تخلیې د بهیر په هکله نرمښت ښودلی، خو په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین اسوشیټدپرس ته ویلي له واشنګټن سره به په افغانستان کې د داعش پرضد جنګ کې همکاري ونه کړي او دوی به په یواځې سر د داعش پرضد مبارزه وکړي.

د داعش ډله چې د افغانستان په ختیځ کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې حضور لري ، د پخواني افغان حکومت، بهرنیانو، طالبانو او شیعه ګانو پرضد یې ډیر ځانمرګي او بمي بریدونه کړیدي.

په امریکايي اهدافو باندې د بریدونو د کولو د ممکنه وړتیا د درلودلو له امله، داعش، امریکا ته تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږی.

XS
SM
MD
LG