د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو او پاکستاني ځواکونو بیا د 'امنیتي پوستې د جوړولو په سر نښتې' کړې


ډ پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې کرښې زیاته برخه په اغزي لرونکي مزي او کټارو پوښلې ده، خو لا هم په ځینو سیمو کې د دواړو ترمنځ د نوو پوځي تاسیساتو د جوړولو پر سر کله کله نښتې کیږي.
ډ پاکستان پوځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې کرښې زیاته برخه په اغزي لرونکي مزي او کټارو پوښلې ده، خو لا هم په ځینو سیمو کې د دواړو ترمنځ د نوو پوځي تاسیساتو د جوړولو پر سر کله کله نښتې کیږي.

د رپوټونو له مخې د شنبې په ورځ یو ځل بیا د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د ځاځي میدان اړند سرحدي سیمو کې نښتې شوي، چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا جګړه د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د طالبانو د ځواکونو له خوا د یوې پوستې د جوړولو په سر شوې ده. دا سیمه د خیبرپښتونخوا د کورمې علیزۍ سیمې سره نږدې ده.

د طالبانو د حکومت د خوست ولایت له خوا د یکشنبې په ورځ سپټمبراتم ( وږي ۱۸) په یوه خپره کړې خبرپآڼه کې ویل شوي چې تیره شپه ددغه ولایت مرستیال محبوب شاه قانت د ځاځي میدان د پلوڅې سیمه کې د جګړې سیمې ته تللی او هلته یې د طالبانو له امنیتي ساتوونکو او د سیمې له اوسیدونکو سره خبرې او هغوی ته یې د افغانستان پر خاوره د تیري کوونکود ځپلو سپارښتنه کړې ده.

تراوسه طالبانو په دغه جګړه کې د سر د پیښ شوي زیان په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ځینو سرچینو په دې نښتو کې د یو طالب ساتونکي وژل امریکا غږ ته تائید کړي دي. همداشان د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې د شنبې د ورځې په نښتو کې د څو تنو ملکي وګړو د ټپي کیدو خبر هم ورکړی دی.

پاکستاني سرچینو ویلي چې په دې نښتو کې د یو پاکستاني صاحب منصب په ګډون لږ تر لږه پنځه پاکستاني پوځیان ټپیان شوي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو هم تراوسه د جګړې او په جګړه کې پیښې شوې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني چارواکي وايي د دوه اړخیزو هوکړو له مخې هیڅ یو لوری نه شي کولی، چې په یو اړخیزډول د سرحد په اوږدو کې نوې پوستې جوړې کړي او په کار دي چې په دې اړه بلې خوا ته له وړاندې خبر ورکړي.

ځینو سرچینو امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو سرحدي ساتونکوددغو نوو پوستو د جوړولودمخه په دې اړه د پاکستاني امنیتي ځواکونوسره خبرې کړې وې خو کومه پایله یې نلرله.

دا په تیرو څلورو ورځو کې دویم ځل دی چې په دغه سیمه کې د طالبانو د ځواکونو له خوا د نوو پوستو د جوړولو د مخنیوي پر سر د دواړو خواو ترمنځ نښتې کیږي. د چهارشنبې په ورځ سپټمبر څلورم (وږي ۱۴) د غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې هم په دغه سیمه کې یوه لنډه نښته شوې وه، چې د شپې په اتو بجو بیا نښته پیل شوه چې تر ناوخته یې دوام درلود.

د چهارشنبې د ورځې په نښتو کې دواړو خواو ته د سر د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو پاکستاني امنیتي سرچینو ویلي په دې نښتو کې یې د طالبانو یوه پوسته او یو ټانګ ویجاړ کړی دی.

د راپورونو له مخې په سیمه کې د جګړې د شدت له امله د جګړې له نږدې سیمو پلوڅې او سيټوان څخه ډیرې کورنۍ خوندي ځایونوته ګډه شوي دي

ددې جګړې دمخه د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د تورخم د غوړکي کې هم د اګست په ۱۲ ( زمري ۲۲) د طالبانو له خوا د یوې پوستې د جوړولو په سر نښته شوې وه چې له امله یې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د وینا له مخې د تورخم په غوړکي سیمه کې د افغانستان لور ته د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا ویشتل شوې مرمۍ په یو کور کې لګیدلې وه چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

ددې جګړې وروسته د تورخم لار د دریو ورځو لپاره هم د هرډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د اګست په ۱۴ (زمري ۲۸) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له خوا په سرحد کې د امنیتي پوستو جوړول د هیچا په زیان نه دي او هیڅوک دې ددغو پوستو د جوړولو مخه نه نیسي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ هغه وخت په یو خبري کنفرانس کې ویلي‌ وو: "مونږ د افغان مقاماتو [طالبانو] څخه غوښتنه کوو، چې له زغم څخه کار واخلي او د افغانستان او پاکستان د سرحد په وړاندې د بې دلیله اقداماتو څخه ډډه وکړي. هغوی باید په دې پوه شي چې پاکستاني ځواکونه به تل له خپلې خاورې دفاع وکړي."

په تیرو څه باندې دریو کلنو کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، د افغانستان او د پاکستان د سرحد په اوږدو کې څو ځلې جګړې شوي چې د ملکي وګړو ترڅنګ دواړو خواو ته هم په کې ژوبله رسیدلې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG