د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ


وسله والو طالبانو د راتلوونکي کوچني اختر په لومړیو دری ورځو کې په افغانستان کې د اوربند اعلان کړی دی.

طالبانو د یکشنبې په ماښام مۍ نهمه (غوايي ۱۹) ویلي چې له یاد کار څخه یې هدف د " امن او باور د فضا" رامنځته کول دي.

خو، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د مې ۱۰ (غويي ۲۰) په یو بیان کې ویلي چې د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې اوربند افغانانو ته د لنډې مودې لپاره د ارامتیا فرصت برابروي، خو په افغانستان کې د روان کړکېچ لپاره د حل دایمي او اساسي لاره نه ده.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم دغه اعلامیه په پرله پسې ډول پر خپل ټویټر پاڼه په پښتو، دري، انګلیسي او عربي ژبو خپره کړې ده.

وسله والو طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې څخه بیا تر دریمې ورځې پورې په ټول افغانستان کې تعرضي بریدونه بند کړي.

یادې ډلې همدارنګه خپلو وسله والو ته هدایت کړی که چیري په دغه ورځو کې ورباندې برید وشي له خپل ځان او تر کنټرول لاندې سیمو څخه دي دفاع وکړي.

تر دې مخکې څو اخترونو کې هم د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند اعلان شوی و چې پرمهال یې یو شمېر طالب جنګیالي له اوربند څخه په استفادې ځینو لویو ښارونو ته تللي و.

خو په دغه اعلامیه کې وسله والو طالبانو خپلو جنګیالیو ته ویلي چې د اوربند پر مهال د دولت تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ نشي او نه دي هم دولتي کسانو ته د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته د داخلېدو اجازه ورکوي.

وسله وال طالبان پر داسې مهال د کوچني اختر په دری ورځو کې د اوربند اعلان کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست تراوسه د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG