د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې د جرمني پر کونسلګرۍ برید کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۲۹ ټپیان شوي


د بلخ ولایت روغتیايي مسؤولین وايي، د مزارشریف په ښار کې د جرمني د کونسلګرۍ مخې ته د تیرې شپې په برید کې ۶ تنه وژل شوي او د دریو پوځیانو په ګډون ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي.

په مزارشریف کې د ابوعلي سینا بلخي د حوزوي روغتون سرطبیب داکتر خواجه نورمحمد فیض امریکا غږ ته وویل، د پیښې له ځای څخه شپږ جسدونه او ۱۲۹ ټپیان دغه روغتون ته لیږدول شوي، چې د یو شمیر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.

د داکتر فیض پر وینا په برید کې اکثره عام خلک چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ټپیان شوي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت آمر عبدالرزاق قادر امریکا غږ ته وویل، په دغه برید کې جرمني دیپلوماتانو ته زیان نه دی رسیدلی.

تیره شپه شاوخوا یوولس بجې یو ځانمرګي برید کوونکي په مزارشریف ښار کې د جرمني د کونسلګرۍ په دروازه کې چاودیدونکي مواد، چې په یو لارۍ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی وو، وچول.

په بلخ کې یوې امنیتې سرچینې امریکا غږ ته وویل له چاودنې وروسته یو شمیر نور ځانمرګي کونسلګرۍ ته ننوتل او امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه.

سرچینې وویل، چې ښايي لا هم برید کوونکي د کونسلګرۍ په ودانۍ کې وي.

طالبانو په یوې اعلامیې کې د برید مسؤولیت منلی او ویلي دي، چې دا برید یې په کندز کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي بمبارۍ د غچ اخیستلو په ځواب کې کړی دی.

افغان ولسمشر دا برید په کلکه غندلی او هغه یې 'د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو' کار بللی دی.

د ارګ په یوې اعلامیې کې د ولسمشر محمداشرف غني له قوله ویل شوي 'د افغانستان دښمنان' نه غواړي چې دغه هیواد له نړۍ سره آزادې او غښتلې اړیکې ولري.

ولسمشر غني ویلي "د دوی دا ناوړه عمل به تروریزم سره مبارزه کې د آلمان او افغانستان دولتونو او خلکو اراده او تاریخي ملګرتیا کمزورې نه کړي".

افغان ولسمشر ویلي، چې دا ډول بریدونه د نورو د ملاتړ پرته ممکن نه دي او زیاته کړې یې ده، چې وسله‌والې مخالفې ډلې او د هغوی ملاتړي به د داسې کړنو په ترسره کولو د عدالت او تعقیب له معافیت څخه خلاص نشی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې له لارې د جرمني پر کونسلګرۍ د برید غندنه کړې او ویلي دي، چې دا ډول بریدونه به د دواړو هیوادونو پر اړیکو ناوړه اغیزه ونکړي.

مخکني معلومات

طالبانو په یوې اعلامې کې ادعا کړیده چې په مزار شریف کې د جرمني په قونسلګري د برید لپاره یې ځانمرګي برید کوونکي لیږلي دي.د بلخ د امینه قوماندانۍ ویاند شیرجان دراني هم ویلي دي چې په قونسګلرۍ برید شوی.

پولیس وایي چې لومړی یو ځانمرګي برید کوونکي د قونسلګرۍ په دروازه کې چاودیدونکي مواد چې په لارۍ ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی و، چولي دي او وروسته بیا نور ځانمرګي قونسلګرۍ ته ننوتي دي. په مزار شریف کې د امریکا غږ خبریال میرویس بیژن د کابل په وخت د سهار په شپږو بجو امریکا غږ ته وویل چې"ې جګړه لا هم روانه ده."

په همدې حال کې په کابل کې د جرمني سفیر والټر هاسمان ویلي دي چې په قونسلګرۍ برید شوی خو هغه پدې هکله نور جزیات ورنکړل.

په مزار شریف کې یو ډاکټر مطبوعاتو ته ویلي دي ې ۱۱۰ زخمیان هغوي ته وروړل شویدي او دوه کسان وژل شویدي. اکثره ژوبل شوي عام خلک دي چې کورونه یې د قونسلګرۍ په شاوخوا کې دي.

جرمني په افغانستان کې نهه سوه اته دیرش عسکر لري چې اکثره یې د بلخ په ولایت کې دیره دي او د ناټو د قاطع ملاتړ په چوکاټ کې کار کوي.

XS
SM
MD
LG