د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو محتسبینو د کابل په رسنیو کې د هر ډول موسیقۍ خپریدل بند کړل


د طالبانو د حکومت د امربالمعروف نهی عن المنکر او د شکایتونو د اوریدلو وزارت د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲مه) اعلان وکړ، چې د کابل په رسنیو کې د موسیقۍ خپرول منع شوي دي.

د ایکس په ټولنیزه شبکه کې دغه وزارت ته په منسوبه پاڼه کې لیکل شوي چې "د پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د یو شمېر چاپي او غږیزو رسنیو له مسؤلینو سره په اصلاحي لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو ډډه وکړي، چې له اسلامي احکامو او افغاني کتلور سره په ټکر کې وي."

د بې پولې خبریالانو سازمان په کلني راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ دسمبر ۱۲ (لیندۍ ۲۲) د رسنیو د ازادۍ له مخې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو او سیمو په منځ کې ۱۷۸ مقام خپل کړی دی.

د بې سرحده خبریالانو سازمان ویلي، چې طالبانو د مطبوعاتو د ازادۍ او د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو د خوندیتوب "د مرګ زنګ" غږ اوچت کړی دی.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د سه شنبې په ورځ دسمبر ۱۰ (لیندۍ ۲۰مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د طالبانو "فرهنګي ضد" سیاستونه او د افغانستان د خلکو له کلتوري او موسیقۍ حقونو څخه پراخه سرغړونې سختې وغندلې او وویل چې "هیڅ ځواک نشي کولی د نوښتګرۍ، هنر او کلتور رڼا خاموشه کړي."

په دې اعلامیه کې راغلي: "موسیقي د یوې نړیوالې ژبې او د انسان د بیان د یوې پیاوړې وسیلې په توګه، د هر ملت د هویت او کلتوري حقونو نه بېلېدونکې برخه ده، طالبانو د موسیقۍ په بندولو او د افغانستان د بډایه کلتور په ځپلو سره نه یوازې د بشري حقونه بلکې د هیوادوالو ټولیز روح او هویت هم په نښه کړی."

تر دې مخکې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې په تلویزونونو کې د ژوندیو ژویو د انځورونو پر خپرېدو بندیز لګولی و او ځینې رسنۍ یې چې ددې امر څخه یې سرغړونې کړې وې تړبیخ کړې وې.

د طالبانو مشر د روان کال د اسد په میاشت کې د امربالمعروف نهی عن المنکر قانون تصویب کړ، چې په هغه کې پر رسنیو هم محدودیتونه لګول شوي او طالب چارواکو ته امر شوی، چې د هغو موادو له خپرولو ډډه وکړي، چې د ژوندیو ژویو او انسانانو عکسونه په کې لري.

بیا، د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت د اکتوبر په ۱۴ (تلې ۲۳مه) ژمنه وکړه چې یو قانون به پلي کړي چې رسنۍ د ژوندیو انسانانو او ژویو د عکسونو له خپرولو منع کړي، که څه هم چې ددې وزارت د مقاماتو په وینا دغه قانون به په تدریجي ډول پلی شي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو وروسته پر رسنیو ډېر محدودیتونه لګولي او د دغې ډلې د لومړۍ واکمنۍ په څېر وضعیت د بدلون په حال کې دی. طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ټلویزیوني خپرونو او فلمونو بشپړ بندیز لګولی و.

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په دغه هېواد کې شاوخوا ۸۴۰۰ رسنۍ فعالې وې، خو د بې سرحده خبریالانو د راپور له مخې، د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ رسنیو فعالیت بندې کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG