د لاس رسي وړ اتصالات

د بدخشان ارغنج‌خوا ولسوالي طالبانو نیولې


د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر ارغج‌خوا ولسوالۍ د طالبانو تر پراخو بریدونو وروسته یې د یادې ولسوالۍ له مرکز څخه تکتیکي پر شا تګ کړی دی.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر لسمه» امریکا غږ ته وویل، چې تېر شپه پر دغه ولسوالۍ د طالبانو په برید کې ۴ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي هم دي.

هغه وویل:"د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې جګړه شروع ده،امنیتي کسان له ودانۍ څخه وتلي دي او د دې ترڅنګ درې نورې امنیتي پوستې هم سقوط شوي دي."

پر همدې مهال د بدخشان د ولایتي شورا غړي وايي، چې د تېري شپې له ۹ بجو د دغه ولسوالۍ له مسؤلینو سره ټلیفوني اړیکې پرې شوي دي.

د ولایتي شورا غړې طاهره علمیار وویل: "په دغه جګړه کې پنځه امنیتي سرتېري د طالبانو لخوا نیول شوي، ۱۳ وژل شوي او ولسوالي په بشپړه توګه د طالبانو لاسته لوېدلې ده."

پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په لېږلي غږیز کلیپ کې د ارغنج‌خوا ولسوالۍ د سقوط په اړ ویلي، د دې لپاره چې د زیاتو تلفاتو مخه ونیول شوي افغان ځواکونو له دغه ولسوالۍ څخه وتلي دي.

هغه ویلي:"د دې لپاره ساحه تر ګواښ لاندې وه او د دې لپاره چې افغان امنیتي ځواکونو ته تلفات ونه رسېږي،امنیتي ځواکونو په موقت ډول ساحه پریښې ده."

د کورنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، چې په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو کارونه روان دي.

طالبانو هم ویلي چې دغه ولسوالي یې نیولې او د ۱۱ امنیتي سرتېرو د وژلو ادعا یې هم کړې ده.

ارغنج‌خوا د بدخشان مرکز فیض اباد په ختیځ کې په ۳۵ کیلومترۍ کې پرته ده.

د یادونې وړ ده چې د دغه ولایت وردوج او یمګان ولسوالۍ هم له څو کلونو راپدیخوا د وسله الو طالبانو په لاس کې دي.

تر دې مخکې د دغه ولایت زېباک او کوهستان ولسوالۍ هم طالبانو نیولې وې چې بېرته د افغان ځواکونو لخوا ونیول شوې.

XS
SM
MD
LG