د لاس رسي وړ اتصالات

د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی


د فاریاب ولایتي چاروکي وايي چې د دغه ولایت غورماچ ولسوالۍ کې لا هم افغان ځواکونه میشت دی او له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
د فاریاب ولایتي چاروکي وايي چې د دغه ولایت غورماچ ولسوالۍ کې لا هم افغان ځواکونه میشت دی او له وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

د فاریاب د والي د دفتر ویاند جاوید بیدار امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د افغان ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د خوروورو نښتو وروسته د دغه ولایت د غورماچ ولسوالۍ د مرکز او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې، خو لا هم په سیمه کې جګړه روانه ده او دا ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسله والو لاس ته نه ده ورغلې.

جاوید بیدار وویل اوس هم افغان امنیتي ځواکونه او د ملي اردو یو کنډک په دې ولسوالۍ کې شته دی او له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

ښاغلي بیدار وویل " دښمن د غورماچ ولسوالۍ پر ځینو برخو بریدونه کړي، د ولسوالۍ ودانۍ د دښمن لاس ته لویدلې ده، خو د ولسوالۍ ودانۍ دا سې ځای نه وه، چې هلته زمونږ امنیتي ځواکونه دیره شوي وې، همدا مهال هوایي بریدونه روان دي او دښمن ته تلفات اوښتي دي، زمونږ ځواکونو نفوذ کړی، زمونږ ځواکونه او بیس لا پر خپل ځای دي" .

خو د فاریاب د ولایتي شورا رئیس سیمع خیرخواه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه له دغې ولسوالۍ په تکتیکي ډول په شا شوي دي.

ښاغلي خیرخواه وویل " دولت په دې ولسوالۍ کې تکتیکي پر شاتګ کړی دی. په دقیقه توګه په شاتګ کې دواړو لورو ته تلفات هم رسیدلي دي، خو لا تراوسه یې شمېر څرګند نه دی. تراوسه په غورماچ کې کنډک د دې پیښې په اړه جزئیات نه دي وړاندې کړي ".

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې د دغې ډلې وسله والو د غورماچ ولسوالۍ ودانۍ او د امنیه قوماندانۍ ودانۍ نیولي دي.

د رپوټونو له مخې په غورماچ کې د روانو جګړو له امله د ګرځنده تیلیفوني شبکو انتنونو ته هم زیان رسیدلی چې ورسره په ولسوالۍ کې تیلیفوني اړیکې هم پرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG