د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: داعش په افغانستان کې حضور نلري


سره له دې چې د داعش خراسان څانګې له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې په افغانسان کې د څلورو خونړیو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی، طالبانو د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۱(وږې ۳۱) ادعا وکړه چې" داعش په افغانستان کې حضور" نلري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل:" د داعش په اړه، لکه څنګه چې مو مخکې تاسې ته وویل، داعش په هغه شکل چې په عراق او سوریه کې دی، دلته (افغانستان) کې نشته. خو له دې سره سره یو شمیر خلک چې احتمالا زموږ خپل افغانان دي. داعشي ذهنیت انتخاب کړی او خلک له دې ښکارنده ملاتړ نه کوي."

د طالبانو ددې ویاند په وینا" هغه ښکارنده چې د خلکو ملاتړ ونلري، نشي کولی مشکل رامنځ ته کړي او دوام وکړي. داعش د افغانستان په هیڅ ځای کې فزیکي حضور نلري او یوازې په یو شمیر برخو کې په نا محسوس شکل ناځوانمردانه او بزدلانه بریدونه کوي. د اسلامي امارات ځواکونه چمتو او بیداره دي او په جدي ډول به د هغوی مخه ونیسي."

د داعش د فزیکي حضور د نشتوالي په اړه د طالبانو دا ویاند په داسې حال کې څرګندونې کوي چې د داعش خراسان څانګې د شنبې او یکشنبې په ورځو په جلال آباد ښار کې د مرګونو بریدونو مسولیت پر غاړه واخیست.

له دې وړاندې د داعش د خراسان څانګې تندلارو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶ د کابل هوایي ډګر ته نږدې هم د مرګوني برید مسولیت پر غاړه واخیست، هغه برید چې پکې ۱۳ امریکایي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول.

له دې وړاندې، طالبانو په تیرو دوو لسیزو کې پر افغان او بهرنیو ځواکونو د اکثرو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیست.

د طالبانو تر څنګ داعش او حقاني شبکې هم چې اوس یې جګپوړي غړي د طالبانو په موقته کابینه کې دي، په افغانستان کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندې د مرګونو بریدونو مسولیت چې ملکي افراد هم پکې وژل شوي پر غاړه اخیستی دی.

سره له دې چې طالبانو د داعش فزیکي حضور په افغانستان کې رد کړی دی د امریکا متحده ایالتونو او یو شمیر نورو غربي هیوادونو استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې هسې نه پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، دا هیواد به یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په خوندي پټنځای بدل شي.

د امریکا استخباراتي چارواکو همدارنګه ویلي چې د داعش او القاعده پلویانو د طالبانو له واکمنیدو سره اوس غواړي چې افغانستان ته ولاړ شي او یو شمیر هغوی د افغانستان په طرف خپل سفر هم پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG