د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د افغانستان د انتخاباتو کمیسیونونه منحل کړل


طالبانو ویلي چې د انتخاباتو کمیسونونو ته فعالیت او موجودیت ته اړتیا نشته.
طالبانو ویلي چې د انتخاباتو کمیسونونو ته فعالیت او موجودیت ته اړتیا نشته.

طالبانو د شنبې ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسسیون، د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسیون او دوو وزارتونو د منحل کولو اعلان وکړ.

د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي د دې پریکړې په هکله وویل چې دغو کمیسونونو موجودیت او فعالیت ته نوره اړتیا نشته.

هغه ویلي، " که هر کله مو د اړتیا احساس وکړ، دا کمیسونونه به بیرته احیا کړو".

ښاغلي کریمي وویل چې ددې دوو کمیسونونو تر څنګ د طالبانو حکومت په همدې روانې اوونۍ کې د سولې او پارلماني چارو وزارتونه هم منحل کړل.

طالبانو د اګست د میاشتې راپدیخوا چې په افغانستان کې واک ته رسیدلي، د مخکني حکومت د میرمنو د چارو وزارت یې هم بند کړ او پر ځایې د امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت جوړ کړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پخوانیو چاراکو د طالبانو دا پریکړه "عجولانه" بللې او ویلي یې چې "ناوړه" عواقب به ولري.

د دې کمیسیون پخواني مشر اورنګزیب د فرانس پریس خبري اژانس ته د طالبانو د پریکړه په هکله وویل، " که دا تشکیلات موجود نه وي، زه سل په سلو کې ډاډه یم چې د افغانستان ستونزه به هیڅکله حل نشي او انتخابات به هم ونشي".

د افغانستان د مخکني حکومت یو بل پخوانی جګپوړی سیاستوال حلیم فدایي بیا وایي چې د طالبانو دا پریکړه ښیي چې هغوي په دیموکراسۍ باور نلري.

ښاغلي فدایي ویل، " هغوي (طالبان) د ټولو دیموکراتیکي بنسټونو خلاف دي. هغوي د رایو د لارې نه بلکې د ګولیو د لارۍ واک تر لاسه کړی".

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په ۲۰۰۶ کال کې جوړ شو او د جمهوري ریاست په ګډون یې د هیواد ټول انتخابات څارل. طالبانو واک ته تر رسیدو وړاندې هم د دې کمیسیون په غړیو څو ځله بریدونه وکړل او ګڼ شمیر کار کوونکي یې ووژل.

طالبان د همدې روان کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته رسیدلي خو تر اوسه د نړۍ هیڅ یو هیواد یا سازمان د هغوي حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG