د طالبانو د حکومت سترې محکمې په افغانستان کې تورنو ته په عام محضر کې بدني سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړی او تیره ورځ یې په خوست ولایت کې ۱۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۲۳ (لړم دوېیم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د "نامشروع اړیکو، لواطت او د غلا" په تورونو نیول شوي وو او د محکمو د پریکړو پراساس پرې په عام محضر کې د تعزیري سزاګانو حکم تطبیق شوی دی.
د دغې خبرپاڼې له مخې دغو تورنو ته د ۲۵ دُرو د سزا د ورکولو سربیره د شپږو میاشتو څخه د یو کال بند سزا هم ورکړل شوې ده.
په خوست ولایت کې تورنو ته په عام محضر کې د بدني سزاګانو د ورکولو سربیره د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په تیره یوه اونۍ کې يې په دریو نورو ولایتونو کې لږ ترلږه شپږو تورنو ته هم په عام محضر کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.
ددې محکمې د معلوماتو له مخې پر تورنو باندې د تعزیري سزاګانو حکم د بامیان، تخاراو لوګر په ولایتونو کې پلی شوی دی.
طالبانو په د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو د پرله پسې غوښتنو سره سره په عام محضر کې تورنو ته د اعدام د سزا په ګډون تعزیري سزاګانو ورکولو ته دوام ورکړی دی.
طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کولو ته د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو بشري حقونو د بنسټونو له خوا پراخه غبرګونونه ښودل شوي دي او له طالبانو یې په عام ومحضر کې د اعدام د سزا د ورکولو په ګډون د بدني سزاګانو د بندیدو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو ددغسې سزاګانو د ورکولو څخه دفاع کړې او د دا ډول سزاګانو ورکول یې د ټولنې لپاره د "عبرت درس" په توګه یادې کړي دي.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په یوه وروستۍ وینا کې چې د طالبانو د حکومت چارواکو ته یې د کوچني اختر په مناسبت کړې وه د قصاص او بدني مجازاتو په ګډون د شرعي حدودو د تطبیق څخه دفاع کړې وه او دا ډول کړنې یې د اسلامي قوانینو مطابق ګڼلې وې. هبت الله اخوندزاده ویلي و چې اسلامي قوانین به لکه څنګه چې د مسلمانانو د پیغمبرمحمد (ص) په زمانه کې تطبیق کیدل هغسې تطبیق کړي.
د رواداري بنسټ چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څارنه کوي په یو راپور کې ویلي وو چې طالبانو پر افغانستان باندې په درې کلنه واکمنۍ کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د جون د ۳۰ پورې لږ ترلږه ۱۲۰۲ ښځې او سړي په عام محضر کې په دُرو وهلي، قصاص کړي او سنګسار کړي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په دغه هیواد کې رسمي او قانوني قضايي سیستم له منځه تللی دی. ددغه سازمان د اکتوبر ۱۸(تلې ۲۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په عام محضر کې د طالبانو د محکمو له خوا تورنو ته د تعزیري سزاګانو د بندیدو او په افغانستان کې د روانو بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه د نړۍ د چوپتیا د ختمولو څخه د ملاتړ لپاره له خلکو څخه په انلاین بڼه د یوغوښتنلیک د لاسلیک کولو غوښتنه هم کړې ده..
دغه سازمان ویلي: "د طالبانو په درې کلنه واکمنۍ کې دا هیواد [افغانستان] د بشري حقونو د سرغړونو- جنسیت پر بنسټ ځپلو، شکنجې، خپلسر نیولو او سانسور په اړه د حساب ورکولو په برخو کې د صفر پرکچه بې حسابه او پرته د وقفې د یو ګرم بستر په توګه همداسې پاتې دی".
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون تر پوښتنې راوستی او ویلي دي چې په دغه موده کې د طالبانو ددغو کړنو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې غبرګون هڅوونکی وو.
فورم \ دبحث خونه