د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره: د طالبانو ظالمانه قوانین او پالیسۍ باید سمدستي لغوه شي


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې د هرې میرمنې او نجونې سره چې د طالبانو ددغو اقداماتو څخه اغیزمنې شوې په کلکه د هغوی په څنګ کې دریږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې د هرې میرمنې او نجونې سره چې د طالبانو ددغو اقداماتو څخه اغیزمنې شوې په کلکه د هغوی په څنګ کې دریږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو له خوا د امربالمعروف د قانون په نافذیدو باندې چې ددغې ادارې د وینا له مخې د عام ژوند څخه ښځې عملآ حذفوي او د طالبانو اخلاقي پولیسو ته اجرايي واک او صلاحیتونه ورکوي په ژوره توګه اندیښمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د چهارشنبې د ورځې ناوخته د اګست ۲۸ (سنبلې اووم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو چارواکو یوه اونۍ دمخه په افغانستان کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د توشیح خبر ورکړی چې په کې پر افغانانو باندي پراخه محدودیتونه لګول شوي دي.

په دې اعلامیه کې د ښځو د بدن او مخ پټولو لازمي کول، په عام محضر کې د ښځو غږ منع کیدل، د غیر مسلمانانو سره له بوختیاو څخه د ښځو منع کیدل او د محرم پرته د ترانسپورتي وسایلو څخه د کار اخیستلو منع کیدل ددغه قانون د محتویاتو په توګه یاد کړي او ویلي دي چې دا قانون په پام وړ ډول د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه کمزوري کوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د [طالبانو] دا قوانین او ظالمانه پالیسۍ باید چې سمدستي لغوه شي او بالفعله مقامات [طالبان] باید د نړیوالو قوانینو لاندې د ټولو ښځو او نجونو بشپړ حقونو په برخه کې خپلو ژمنو ته پابند اوسي".

د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د وینا پراساس طالبانو په تیرو دریو کلنو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د ځپلو او کمزوري کولو په تړاو له ۷۰ څخه زیات حکمونه، لارښودنې او کړنلارې خپرې کړي، چې وررسره د هغوی اساسي حقونه سلب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې په دې اعلامیه کې ویل شوي چې دغو محدودیتونو پر افغان میرمنو او نجونو باندې ډیرې ناوړه اغیزې کړي لکه چې هغو میرمنې چې د ملګرو ملتونو له خوا په یوې سروې کې ترڅیړنې لاندې نیول شوې وې یوازې یو فیصد میرمنو ویلي وو چې په ټولنو کې د پریکړو په نیولو کې اغیز لري.

همداشان ددغو میرمنو ۶۴ فیصدو یې ویلي وو چې د کور څخه د وتلو پر مهال د امنیت احساس نه کوي او ددغو میرمنو اتو فیصدو یې ویلي وو چې لږترلږه یوه ښځه پیژني چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د ملګرو ملتونو د ښځو اداره د هرې میرمنې او نجونې سره چې ددغو اقداماتو څخه اغیزمنې شوې په کلکه د هغوی په څنګ کې دریږي او مونږ د خپلو شریکانو سره په بشپړ ډول د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو".

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې ددې اعلامیې دمخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر ولګر ترک هم د طالبانو د حکومت دا نوی قانون فوق العاده یو بد قانون یاد کړی و او د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې وه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دفتر ویاندې روینا شمداساني له خوا د سه شنبې په ورځ اګست ۲۷ (وږي شپږم) په یوه خپره شوې اعلامیه کې د هغه له قوله ویل شوي چې د طالبانو د "امربالمعروف او نهی عن المنکر" قانون داسې سیاستونه پیاوړي کوي چې د ټولنې په عام ژوند کې د ښځو حضور په بشپړ ډول حذف او د هغوی غږ چپوي او له هغوی د فردی ازادۍ حق اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونوعالي کمیشنر د وینا له مخې د طالبانو د حکومت په دې قانون کې هڅه شوې چې په عملي ډول د افغانستان په ټولنه کې ښځې په بې څهرې او بې غږه سیورو باندې بدلې شي.

په دې اعلامیه کې ولکر ترک له قوله ویل شوي: "مونږ د بالفعله چارواکو [طالبانو] غواړو چې سمدستي دې دا قانون چې د نړیوالو بشري حقونو په تړاو د افغانستان د ژمنو څخه څرګنده سرغړونه ده لغوه کړي".

همداشان د سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزمري دیکارلو، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې، د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزات ځانګړې استازې رینا امیري، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم په جلا جلا اعلامیو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون په نافذیدو باندې ژوره اندیښنه ښودل شوې ده او ویل شوي چې دا قانون به د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د لا محدودیدو سبب شي او ددې قانون پلي کیدل به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام مخه ونیسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د نوي قانون په اړه د نړیوالې ټولنې اندیښنې بې اساسه بللي دي.

ذبیح الله مجاهد د اګست ۲۶ ( وږي پنځمه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د دې قانون په هکله د ملګرو ملتونو او نورو ادارو اندیښنې رد کړي دي او له دغو ادارو یې غوښتي چې په اسلامي احکامو باندې دې ځانونه پوه کړي او د اسلامي ارزښتونو درناوی دې وکړي.

ذبیح الله مجاهد ویلي: "پر اسلامي شریعت باندې د هغوی دا ډول اعتراضونه د هغوی سپکاوی ګڼو". هغه ویلي چې په کار نه ده چې ددغو قوانینو د پلي کیدو په تړاو هیڅ ډول اندیښنه شتون ولري، ځکه چې د طالبانو د حکومت د ویاند په وینا په دې قانون کې هیچا باندې هیڅ محدودیت نه دی لګول شوی او نه هم پرچا "ظلم او ستم" ترسره کیږي.

د طالبانو مشر د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په ۳۱ د امربالمعروف قانون توشیح کړی وو، خو د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ ددغه وزارت په انټرنیټي پاڼه باندې ددغه قانون د خپریدو وروسته ددغه قانون د خپریدو څخه خلک خبرشو.

ددغه قانون په ۱۷ ماده کې د ژوندیو انسانانو او حیواناتو د تصویرونوخپرول هم د رسنیو په محدودیتونو کې یاد شويدي. همداشان ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په ‌کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې مادې کې ضروري ګڼل شوي دي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري. دا قانون د امر بالمعروف، نهی عن المنکر د اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG