د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو بهرنیو چارو وزارت: چین بله اونۍ افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ پیلوي


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يې په تاشکند کې د امیرخان متقي سره په کتنه کې افغانستان سره د چین د اقتصادي همکاریو په سر د خبرو پر مهال ژمنه کړې چې سر د بلې اونۍ به دا هیواد افغانانو ته د ویزو د ورکولو لړۍ پیل کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې ویلي، چې وانګ يې او امیرخان متقي د پنجشنبې په ماښام جولای ۲۸ ( زمري۶) په تاشکند کې په یوه غونډه کې د طالبانو حکومت سره د چین د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړي دي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "ده (وانګ يې) همدا راز ټینګار وکړ چې د کوکنارو د کښت له بندولو سره چین چمتو دی چې افغان بزګرانو ته د بدیل معیشت په برخه کې مرسته وکړي. په دې لړ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به افغانانو ته ویزې ورکول پیل شي".

د چین د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې د ګډون لپاره د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

مولوي امیرخان متقي له وړاندې په تاشکند کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره په ازبکستان کې دی.

که څه هم چې په کابل کې د چین سفارت پرانیستی دی خو د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د پنځلسمې وروسته چې طالبانو افغانستان کې واک ترلاسه کړی دغه سفارت د ویزو د خدمتونو د وړاندې کولو څانګه تړلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه کتنه کې د افغانستان ـ چین پر دوو اړخیزو اړیکو، په افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مولوي امیرخان متقي تاشکند کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې په نړیوال کنفرانس د افغانستان په اړه د چین د استاري څرګندونې هم ستایلې دي او د هغه څرګندونې یې د طالبانو د حکومت په ملاتړ بللي دي.

د تیرې چهارشنبې په ورځ په تاشکند کې د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی و. په دغه کنفرانس کې افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د شاوخوا شلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو سره ګډون کړی و.

ښاغلي متقي همداشان په افغانستان کې د زلزله ځپلو سره د چین د مرستو څخه مننه کړې او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي بیارغونې او بشري مرستو د میکانیزمونو په چوکاټ کې شوي پرمختګونه به پلي شي.

دا اعلامیه وايي: "د بهرنیو چارو وزیر له چینايي لوري مننه وکړه چې د چین اورومچي ښار ته یې د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو زمینه برابره کړه او زیاته یې کړه چې دا چاره به د افغانستان د صادراتو له زیاتولو سره مرسته وکړي."

تراوسه د چین د بهرنیو چارو وزارت د دې کتنې په اړه تبصره نه ده کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې بلې اعلامیې له مخې د پنجشنبې په ورځ په تاشکند کې امیرخان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري سره هم کتلي او په سیاسي، اقتصادي او بشري همکاریو یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي چې د مولوي امیرخان متقي او بلاول زرداري ترمنځ د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګریز توکو د لیږد او هم له افغانستان څخه پاکستان ته او له پاکستان څخه افغانستان ته د سوداګرۍ او د افغانانو په تګ راتګ کې د اسانتیاو په مسلو خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې په تاشکند کې په دې کتنه کې په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا باندې ټینګار شوی دی.

ښاغلی بوټو هم د شانګهای د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی. نږدې یو کال کیږي چې طالبانو افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی خو تراوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

XS
SM
MD
LG