د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د افغان کډوالو ۱۸ جسدونه به له بلغاریا څخه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته انتقال شي


په بلغاریا کې په یوه لارۍ کې د افغان کډوالو د ۱۸ جسدونو د موندلو یوه اونۍ وروسته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې دا جسدونه به په یوه ځانګړې الوتکه کې افغانستان ته انتقال شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۴ (کب پنځم) ویلي، چې بلغاریا کې یې د افغانستان سفارت ته سپارښتنه کړې، چې د عدلي طب د پلټنو وروسته دغه هیواد ته ددغو جسدونو د لیږد لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي بلخي ویلي: " اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د انتقال زمينه برابروي او د لېږد د چارې اسانتیا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نیول شوې ده."

د ښاغلي بلخي د وینا له مخې تر اوسه د ۱۷ تنو هویت تشخیص شوی او د یو تن د پېژندنې په اړه پلټنې لا روانې دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به دا جسدونه افغانستان ته انتقال شي.

بلغاریايي چارواکو د فبرورۍ په ۱۷ ( سلواغې ۲۸) وویل، چې د اتلس تنو کډوالو جسدونه یې په یوې لارۍ کې موندلي، چې په غیرقانوني ډول دغه هیواد ته ننوتي و.

د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه لارۍ شاوخوا ۴۰ تنو غیرقانوني کډوالو، چې د لرګیو لاندې پټ شوي و سفر کوه. د بلغاریا د ملي راديو ( BNR) د یو راپور له مخې ګمان کیږي، چې کومو کډوالو، چې په دغه لارۍ کې سفر کاوه ټول نارینه او افغانان و.

د بلغاریا د روغتیا وزیر اسن مجیدیف ویلي و، چې په دغه لارۍ کې د سپرو کډوالو ۱۴ تنه یې ژوندي موندل شوي او په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دي. ښاغلي مجیدیف د دغې ډلې د اتو تنو وضعیت د اندیښنې وړ بللی و.

همداشان هغه ویلي و، چې لس تنه نور کډوال، چې د ونو شاته یې ځانونه پټ کړي و، روغتون کې به تر درملنې لاندې ونیول شي.

افغانستان څخه په غیر قانوني لارو بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو سفر د تیرو کلنو راهیسې دوام لري، خو په وروستیو کلنو کې دا لړۍ نوره هم چټکه شوې ده.

د ملګروملتونو د یو راپور له مخې په تیر ۲۰۲۲ میلادي کال کې هغو کډوالو، چې په اروپايي هیوادونو کې د پناه غوښتنې کړې وې زیات شمیر یې د سوریې وروسته افغانان و.

XS
SM
MD
LG