د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو پکتیا کې نیول شوي خبریالان خوشي کړل ـ حیات


یاد خبریالان د تېرې جمعې په ورځ طالبانو بېولي و
یاد خبریالان د تېرې جمعې په ورځ طالبانو بېولي و

په سوېل ختيځ کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل وايي، چې د طالبانو له لوري د پکتيکا د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو شپږ تنه بيول شوي خبريالان نن راخوشي شول.

دغه شپږ تنه خبريالان چې د جمعې په ورځ له پکتيکا نه د پکتيا مرکز ګردېز ته د يوه ورکشاپ لپاره پر لارې وو، د زرمت ولسوالۍ په استوګنه سيمه کې طالبانو له موټر کوزي کړي او ځان سره بيولي وو.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کميټې مسؤل سيف الله حيات نن یکشنبه د«وږې پر۱۷مه» امريکاغږ ته وويل، چې دوی او دغه راز د خبريالانو له حقونو څخه د نورو مدافع کمېټو د هڅو په نتيجه کې دا خبريالان نن يکشنبه راخوشي شول.

د دغو راخوشي شويو خبريالانو له ډلې د کليد راډيو خبريال خيرالدين ذکي امريکا غږ ته وويل، چې دوی يې د زرمت ولسوالۍ اړوند کومې سيمې ته بيولي وو خو سيمه يې په مشخصه توګه نه پېژندله.

خيرالدين ذکي زياته يې کړه چې طالبانو ترې خاص تحقيقات نه دي کړي او دوی سره يې د ملګرو په څېر سلوک کاوه، ښه خواړه يې ورته برابرول او له ځان سره يې د سيمې يو شمېر جوماتونو ته هم بوتلل.

هغه وويل:"کوم ځای کې چې موږ ساتل کيدو هلته نور بنديان هم وو. د هغوی په لاسونو او پښو کې زولنې وې، مګر په ازاده توګه د باندې وتلو، له دوی سره مو يو ځای ډوډۍ خوړله او ښه قدر او عزت يې راکاوه."

خيرالدين ذکي زياته کړه:"د جمعې په ورځ مو د نيونې پرمهال طالبانو ته ځانونه خبريالان معرفي کړي وو، خو باور يې نه راته، مګر نن يې چې راخوشي کولو، طالبانو راته وويل چې په تېروتنې سره مو تاسو راوستلي يئ."

د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته منلې وه چې ياد خبريالان د دوی کسانو په تېروتنې نيولي وو، خو زياته کړې يې وه چې ډېر ژر به يې خوشي کړي.

په دغو برمته شويو خبريالانو کې خيرالدين ذکي د کليد راډيو، عبدالرؤف ذهين د پښتون غږ راډيو، جمال الدين الهام د ميلمه راډيو، عبدالوهاف ويران، اسدالله صميم او طارق ذکي د ياران راډيو خبريالان شامل وو.

XS
SM
MD
LG