د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان خبریالانو سره زورزیاتی ۵۰سلنه کم شوی ـ راپور


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي،د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې ۴۵ د تاوتریخوالي قضیې ثبت شوي، چې ۵۰ فیصده کموالی ښیي.

د دغه راپور په اساس، په دغه قضیو کې درې د قتل، شپږ د ټپي کیدو، پنځه د وهلو ډبولو، ۱۹ د سپکاوي، ۱۰ د ګواښونو، یو د غیر قانوني نیولو او یو هم د اجباري شړلو قضیه موجوده ده.

په راپور کې اغلي دي:" په دغو شپږو میاشتو کې د تاوتریخوالو د مرتکبینو له ډلې، حکومتي کسانو د خبریالانو په وړاندې د ګواښ او تاوتریخوالي په شلو قضیو کې لاس درلود، د حکومت مخالفینو ( داعش او طالبانو) په اتو قضیو کې، ناپیژانده کسانو په اتو قضیو کې، زورواکو په شپږو او د رسنیو مسوولینو هم په دریو قضیو کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی کړی دی".

د دغې کمیټې موندنې ښیي، چې د افغانستان جنوب ختیځ زون، د ۱۵ قضیو په لرلو سره د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په لومړي ځای کې قرار لري.

خو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پنځوس فیصده کموالي ته په اشارې وایي، چې په عمومي توګه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه نه دی تللی.

د دغه بنسټ په باور، اوسنۍ شمیرې ښیي، چې لا هم خبریالان او رسنۍ د خشونت د عاملینو لخوا ګواښل کیږي.

ریپوټ په واضح توګه د طالبانو له هغې اعلامیې یادونه کړې، چې د جون په میاشت کې خپره شوې وه، په هغه اعلامیه کې طالبانو ګواښ کړی وه، چې که چیرته د دوی په ضد تجارتي اعلانونه بیا هم خپاره شي، هغه رسنۍ او خبریالان به د دوی تر هدف لاندې راشي.

  • د تاوتریخوالي د کموالي لاملونه

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي یو شمیرلاملونه دي، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې یې تاوتریخوالی کم کړی دی.

دغه کمیټه وایي، د رسنیو او خبریالانو د خوندیتابه لپاره اقدامات، د سولې خبرې اترې، د محافظتي واسکټونو او خولیو برابرول او د داعش ډلې د تخریبي فعالیتونو کموالی هغه لاملونه دي، چې د خبریالانو پر وړاندې یې تاوتریخوالی کم کړی دی.

دغه کمیټه همدارنګه په دې باور ده، چې له خبریالانو د ملاتړ بنسټونو منظمه عدالت غوښتنه هم د دې لامل شوې، چې حکومت اړ کړي په دغه برخه کې جدي اقدامات وکړي.

  • اندیښنې

سره له دې، چې په تیرو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی پنځوس فیصده کم شوی دی، خو لا هم له خبریالانو څخه د ملاتړ یو شمیر بنسټونه په دغه برخه کې اندیښمن دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي، چې یو له دغو اندیښنو څخه د طالبانو د ګواښ له اعلامیې خپرولو وروسته، د خبریالانو او رسنیو سانسور دی.

دغه کمیټه وایي، چې دغه ګواښونه ددې لامل شوي، چې ډیری رسنۍ د "طالبانو د جنایاتو" ریپوټونه خپاره نه کړي او د هغو اعلاناتو له خپرولو هم ډډه وکړي، چې د حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا یې ملاتړ کیده.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه همدارنګه وایي، چې د قطر بین الافغاني ناستې په پریکړه لیک کې د رسنیو آزادۍ او د خبریالانو خوندیتوب ته تبارز نه دی ورکړل شوی، چې دا هم د دوې د اندیښنې لامل ګرځیدلی دی.

دغه کمیټه همدارنګه وایي، چې د ترهګریزو پیښو د پوښښ پر وخت خبریالان له محافظتي خولیو او واسکټونو څخه ګټه نه اخلي، په داسې حال کې چې دغې کمیټې ۲۰۰ محافظتی خولۍ او واسکټونه د رسنیو اختیار کې ایښي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له رسنیو او خبریالانو څخه غواړي، چې د ترهګریزو پیښو د پوښښ پر مهال دې محافظتي موارد په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG