د لاس رسي وړ اتصالات

ندیم: د شریعت خلاف مسایلو کې کفارو سره تعامل نه کوم


د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم یو ځل بیا ویلي، چې د کفارو سره به په هغه څه کې تعامل نه کوي، چې د ښاغلي ندیم په وینا اسلامي شریعت یې اجازه نه ورکوي.

مولوي ندامحمد ندیم د یکشنبې په ورځ اګست ۲۷( وږي پنځم) د ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې دا پریکړه یې کړې، چې له کفارو سره به د شریعت خلاف تعامل نه کوي.

ندیم: "دا فیصله ده چې په الله دې مې قسم وي، چې د یو مستحب نه تیریږم. فرض خو هلته پریږده د یو مستحب عمل هم نه تیریږم . دا فیصله ده، چې د کفارو سره به په هغه څه کې تعامل نه کوم، چې الله پاک اجازه نه ده راکړې. "

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې هیچا ته "د ظلم اجازه نه ورکوم که مجاهد دی که قاضي دی دی که رئیس دی که والي دی که وزیر دی . هغوی د افغانستان په مسلمانانو باندې د ظلم حق" نلري.

مولوي ندامحمد ندیم، چې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې یې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو په زده کړو باندې بندیز لګولی پخپله د ښځو د حقونو د ځینو فعالانو له خوا د شریعت د پریکړې پر خلاف په اقدام تورن شوی دی.

د ښځو د حقونو یو شمیر فعالانو په پرله پسې ډول د زده کړو څخه د ښځو او نجونو محرومول د اسلامي شریعت په خلاف بللي دي.

د پوهنتون یوې زده کوونکې د خپل نوم د ښودلو پرته امریکا غږ ته وویل، له کله چې طالبان افغانستان کې واک ته رسیدلي د دغې زده کوونکې د ادعا له مخې یې ښځو سره دښمني پیل کړې ده.

دغې زده کوونکې وویل:" هلکان د کانکور ازموینه ورکوي او مونږ په کورونو کې سترې سترګې د اوښکو ډکې په انتظار او ناهیلې ناستې یو... د طالبانو دوه کلنونه پوره شو ټول کارونه یې منفي دي له ښځې او د ښځې د ټولو حقونو سره په دښمنۍ کې یې ټول وخت تیر کړ هره ورځ یو نوي فرمان او نوی بندیز نور هیڅ لاس ته راوړنه نلري".

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکو اګست ۲۱ ( زمري ۳۰) یو خبري کنفرانس ته وویل، چې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو د بیا پیلیدو لپاره دوی لا هم په یوه کړنلار باندې کارکوي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم تیر ۱۴۰۱ لمریز کال د جدي په میاشت کې ملي تلویزیون سره په مرکه په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د بندیدو یو دلیل "بې حجابي" ښودلې وه.

ندامحمد ندیم" بې حجابي، د شرعي محرم پرته سفر،منکرات، د نجونو د لیلیو فعالیت او د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي" په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو د ځنډ د علتونو په توګه یاد کړي وو.

د طالبانو حکومت په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز دمخه د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو هم د یوې کړنلارې تر چمتو کولو بندیز لګولی دی.

که څه هم د دغه بندیز څخه له دوو کلنو څخه زیاته موده تیره شوې خو تراوسه لا د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو د زده کړو د پیلیدو لپاره کومه کړنلاره نه ده ترتیب کړې.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د طالبانو له حکومت څخه د نجونو او ښځو زده کړو د بیا پیلیدو غوښتني کړي خو د طالبانو حکومت تراوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ځواب نه ورکړی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ څه موده مخکې له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل: "افغانستان یوازینی هیواد دی چې نجونو ته ښوونځیو او پوهنتونو ته د تللو اجازه نه ورکوي. یوازې د ښځو او نجونو پر وړاندې تعصب نه دی بلکې، د مذهبي او توکمیزو لږکیو او مدني ټولنې پر وړاندې هم تاو تریخوالی روان دی".

اروپايي ټولنې د جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني نومونه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لست کې شامل کړي وو. دا بندیز د افغان ښځو او نجونو د زده کړو له حق څخه انکار، عدالت ته نه لاس رسی او د ښځو او نارینه وو تر منځ توپیر په اړه د اقداماتو له امله لګول شوی و.

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ترلاسه کړی دی خو تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG